افغانستان

د شبرغان په زندان کې وسله واله نښته روانه ده

نن ټکی اسیا(چهارشنبه، زمري۲۲مه، ۱۳۹۳ل): د جوزجان ولایت له مرکز شبرغان ښار نه مو خبر تر لاسه کړ، چې نن له غرمې وروسته د دغه ولایت په مرکزي زندان کې دننه د زندان د ساتونکو او بندیانو تر منځ نښته روانه ده.

د شبرغان امنیتي چارواکي پېښه تاییدوي؛ خو دم ګړۍ د زیاتو جزییاتو له ورکولو ډډه کوي.

ناتایید شوی راپور وايي، چې د زندان دننه دوه تنه بندي طالبان په دې توانېدلې،چې وسله تر لاسه کړي او بیا یې د زندان د ساتونکو په مقابل کې وکاروي.

ویل کېږي، چې نښته اوس هم روانه ده ، د محبس شاوخوا د پولیسو تر محاصرې لاندې ده او په محبس کې دننه اوس هم خال خال ډزې اورېدل کېږي.

عیني شاهدان وايي، چې د محبس نه د اور لوخړې را پورته کېږي او داسې ښکاري، چې برید کوونکو د محبس د لوژیستیک څانګې ته اور ورته کړی.

طالبانو د پېښي په اړه تر دې مهاله څه نه دي ویلي.

د نورو جزییاتو لپاره له موږ سره اوسئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x