ادبي لیکني

د حماسو د سنګر لارويان او د اطلاعات او کتلور وزارت خام ګام

عبيدالله دقیق- کابل

نږدې درې مياشتې وړاندې د اطلاعات او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ معينيت اړوند د خلکو فرهنګ رياست تر چتر لاندې د بېلابېلو هنرمندانو يوه سيالي په لار واچوله چې په هغې کې د ليکوالۍ، شاعرۍ، رسامۍ، ترنم او نورو اړوندو برخو لپاره د ګډون بلنه ورکړل شوې وه او ګڼ شمير فرهنګيانو او هنرمندانو په کې برخه اخيستې وه.

ددې سيالۍ لپاره داسې يوه کړنلاره په لار اچول شوې وه چې له مخې به يې د هرې برخې هنرمند خپل يو هنري اثر د ياد د وزارت له لوري ددې سيالۍ کميسيون ته سپاري او هغه کميسیون به د کتنې او ارزونې له مخې هنرمندانو ته نومرې ورکولې چې په نتيجه کې يې يو شمير ګډونوال ګټونکي اعلان کړل چې د هغې له جملې څخه يې د ترنم په برخه کې هم ۱۲ تنه په دريو درجو کې ګټونکي اعلان کړل چې په لاندې ډول دي.

له نورو سربېره مولوي محمد امين حيدري لومړی مقام، مولوی عصمت الله جهادمل او عبدالصمد صميم دوهم مقام او مولوي عبدالحکيم سجاد دريم مقام ګټلی، بايد وویل شي په دې پورته ټولو درېواړو شمېرو کې په هره برخه کې څلور څلور کسان وو چې لومړۍ درجه کې هم څلور، دوهمه کې هم څلور او دريمه کې هم څلور څلور ترانه خوانان وو.

دا سيالي که څه هم ښه وه او د هنرمندانو لپاره د تشويق يوه وسيله ګڼل کېدلی شي خو په دې کې تر ټولو بده او بې انصافه پرېکړې په کې د ترانه خوانانو په اړه شوې وه، که په بېلابېلو موضوعاتو يا يوه مشخصه موضوع کوم کتاب يا مقاله وليکل شي، نو د ليکلي اثر، ادبياتو، شننې، څېړنې، مأخذونو او بېلابېلو اړخونو ته په کتو د کتاب د ارزښت او ګټنې په اړه پرېکړه کېدلی شي خو د ترنم برخه له هغې بدله ده.

دا څرګند حقيقت دی چې هر کله او هر وخت د شاعر هر شعر نشي ښه کېدلی او نه هم د ترنم ويونکي هر ترنم ښه کېدلی شي، مګر چېرته په لسګونو شعرونو او ترانو کې يوه يې د انتخاب او ګټنې شعر او يا ترنم وي، ترنم او شعر ليکل لکه د کرکټ لوبه چې کله په کې يو ښه لوبغاړی خراب شي او کله په کې خراب لوبغاړی ښه وځليږي خو بيا هم فيصله په دې نشي کېدلی، مګر فيصله يې په دې کېدلی شي چې په ډېرو بېلابېلو مواردو کې او د شعر او ترنم تاريخ او سابقې ته په کتو يې نومرې لوړيږي او کميږي چې په دې سيالۍ کې هم بايد دا په پام کې نيول شوي وای.

په دې سياليو کې الحاج ملا فقير محمد درويش ته د جهادي ادب د ځلانده ستوري لقب هم ورکړل شو او دا ځکه چې ښاغلی دروېش له ډېر وخت راهيسې د شعر او ترنم په برخه کې خورا مؤثره سابقه لري او د روسانو په وړاندې او بيا د صليبي ښکېلاکګرو په وړاندې د جهادي ترنم مخکښ و.
د حماسي ترنم د نړۍ ټول غړي او لارويان د ډېرې ستاينې او احترام وړ دي چې د داودي حنجرو په مؤثرو غږونو يې د جهادي ترنم بهير ته ښکلا او اغېز وربښلی او په دغه سيالۍ کې د مقامونو ګټونکي ښايي د اطلاعاتو او کتلور وزارت د کميټې له لوري مناسب وي خو بيا هم انتقادونه ځکه شوي دي چې اصل خلک په کې شاته شوي دي او هغه خلک چې تر ننه يې چا نوم هم نه اورېدلی او يا په دې برخه کې نوي او غير مؤثر و او يا هم د ترنم په برخه کې ډېر وروسته پاتې دي خو نن يې دلته نومونه له ډېرو پياوړو ترانه خوانانو مخکې کيږي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت په دې سيالۍ کې يو انتقاد د تکړه ترانه خوان ښاغلي مولوي عبدالحکيم سجاد په اړه کيږي چې هغه بيخي په ښکته برخه کې راغلی دی چې له همدې امله د ښاغلي سجاد مينه والو ددې سيالۍ په پايلو انتقاد کړی دی، خو ښاغلي سجاد د سيالۍ پايلو ته په احترام ويلي دي چې د مشرانو د پرېکړو په اړه مخالفت نه کوي او د خپلو ملګرو په پرمختګ او ترقۍ خوښ دی، خو دا يې هم زياته کړې ده چې بل ځل بايد په بېلابېلو ولايتونو کې داسې غونډې جوړې شي چې په مستقيمه توګه ترانه خوانان په کې خپلې ترانې وړاندې کړي چې بيا په ميدان کې معلوميږي چې څوک اصلي ګټونکی دی.

له يوه اړخه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مسؤلينو دا ګام د ستاينې وړ ده خو بل لور ته هيله ترې کيږي چې باید په راتلونکې کې داسې سيالۍ او غونډې په ښه توګه تنظیم او په لار واچوي تر څو حق حقدار ته وسپارل شي، د چا زړونه بد نشي او ترانه خوانان يا نور هنرمندان اوفرهنګيان به خپلو منځو کې سره بې اتفاقه او په اختلاف اخته نشي مګر د دوی د تشويق، پرمختګ او استعدادونو د پياوړتيا لامل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx