افغانستان

حریت: «امریکا» او «بشري حقونه» دوه متضاد مفاهیم دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸وږی، ۱۴۰۱ل): له کابله خپرېدونکې حریت خپلواکې اونیزې پخپله سرمقاله کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د افغانستان د برخې ریپورټر د ریپوټ په غبرګون کې لیکلي چې د امریکا نږدې ټول تاریخ له بشري سرغړونو ډک دی.
دا اونیزه چې د اونۍ په پیل کې يي درېیمه ګڼه خپره شوه، پخپله سرمقاله کې کاږي «د تېرې اونۍ په اوږدو کې، جینوا کې د ملګرو ملتونو له لوري، د افغانستان له پاره ریپورټر خپل راپور وړاندې کړ او هغه څه يې وویل، چې د نوموړي له ویلو پرته يي لوېدیځې رسنۍ پرلپسې تکراروي.»
د سرمقالې د لیکوال په خبره امریکا خپل ټول وخت په تېره بیا د د شلمې پېړۍ یو کال يي هم په بل هېواد کې له جګړې، مداخلې او جنجال پرته نه دی تېر کړی.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د افغانستان لپاره ځانګړي ریپورتر ریچارد بینیت پخپل کلني راپور کې په افغانستان کې بشري حقونه زیانمن بللي او په تېره يي بیا د ښځو په برخه کې د دولت پالیسي «دیکتاتورانه» بللې ده.
د حریت سرمقاله کاږي له هېواده ځينو وتلیو افغانانو هم د نوموړي دا غږ بدرګه کړی او په وینا يي دوی لا هم هیله لري چې په دې ډول به یو ځل بیا د امریکا لاس تر افغانستانه ورسوي، خو لیکوال سرمقاله په همدې پوښتنه پای ته رسولې: «له هېواده ځینو وتلیو هم دا هیلې بیا سره غوټه کړې چې د دوی تشې تبلیغاتي ناندرۍ به یو ځل بیا د امریکا پښه تر دې خاورې راکش کړي، چې ولې يي دومره حافظو کار پرېيښی!؟»
سرمقاله کې د «د مدني ټولنو نړۍوال ایتلاف» په حواله د تاریخونو په یادولو سره په نړۍوالو جنګونو، نیپال، کوریاګانو، ګواتیمالا، عراق او افغانستان کې د امریکا له لوري د شویو قتلونو او جنایاتو لیست هم خپور شوی دی.

حریت چې هره اونۍ خپرېږي تر ډېره يي موضوعات د ځوان کهول د فکري سمون لپاره دي، اونیز لنډ خبرونه لري او د ټولنیزو رسنیو د مشهورو فعالانو ځينې نظریات هم خپروي، دې خپرونه کې یوازې سرمقاله د ادارې خپل نظر څرګندوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx