افغانستان

پر شفیق الله شفق اوسنی بندیز د چا له لوري لګېدلی؟

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ وږی، ۱۴۰۱ل): د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی شفیق الله شفق د تېرې اوږدې مودې راهیسې له بندیز سره مخ دی، خو یو شمېر مینوال یې فکر کوي پر نوموړي بندیز د کرکټ بورډ له لوري لګېدلی دی.

د کرکټ یا په ځانګړې توګه د شفیق الله شفق مینوالو پر کرکټ بورډ غږ کړی چې پر نوموړي لګېدلی بندیز پورته کړي.

خو په عین وخت کې شفق د افغان کرکټ یو متنازع لوبغاړی ګڼل شوی چې پخوا هم پرې دوه ځل بندیز لګېدلی و او وروسته د کرکټ بورډ له لوري یې دواړه ځل بندیز معاف شو.

خو ایا پوهیږئ پر نوموړي اوسنی بندیز د چا له لوري لګېدلی دی؟

د کرکټ بورډ پخواني عمومي مدیر نسیم دانش ویلي چې شفیق الله شفق دوه ځل پخوا پر خپلو تیروتنو د اعتراف سربېره د کرکټ بورډ له لوري قانوني له بندیزونو سره مخ او بیا معاف شوی دی، خو نوموړي د درېم ځل لپاره هم تیروتنه تکرار کړې ده.

هغه زیاتوي چې کرکټ بورډ د هغه د اعتراف ویدیو، او هغه ټول اسناد چې نوموړی پر درغلۍ تورن شوی په لاس کې لري، خو د بیا تیروتنې له کبله اوسمهال له شپږ کلن بندیز سره مخ دی.

د کرکټ بورډ څخه تایید شوې موثقو سرچینو نن ټکی اسیا ته ویلي چې پر شفیق الله شفق اوسنی بندیز د د کرکټ نړیوالې شورا له لورې لګېدلی دی.

شفیق الله شفق د کرکټ نړیوالې شورا د فساد ضد څانګې ته اعتراف کړی و چې لوبه کې په درغلیو یې پیسې اخیستي دي، چې له مخې پرې آی سي سي شپږ کاله بندیز لګولی دی.

د کرکټ بورډ سرچینه زیاتوي چې د نوموړي په اړه د کرکټ بورډ تېرې ادارې له لوري د کرکټ نړیوالې شورا ته د بندیز له منځه تلو وړاندې شوی و چې رد شوی دی، چې له مخې یې کرکټ بورډ اوس نشي کولی په دې اړه له آی سي سي وضاحت وغواړي.

شفیق الله اوسمهال په پاکستان کې میشت دی او په ځایي لوبو کې برخه هم اخلي، چې بېلا بېل وختونه یې پر ټولنیزو رسنیو عکسونه خپریږي.

د نوموړي دغه کار پر ټولنیزو رسنیو له توند غبرګون سره مخ شوی، خو په عین وخت کې د افغانستان کرکټ بورډ د نوموړي پر برخلیک هم پړ ګڼل کیږي.

د یادونې ده چې شفیق الله شفق د افغان لوبډلې یو فعال او چټک لوبغاړی و، خو د نوموړي متنازع کارونو د هغه کیریئر او مسلک له خطر سره مخ کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx