نظــر

د اسراييلو ناجايز تولد او تاريخي حقايق… دوهمه برخه

ليکوال ډاکټر مجاهد منصوري

ژباړن: احمد جرس

دا يو منل شوی تاريخي حقيقت دی، په لومړۍ مسيحي پېړۍ کې چې کله يهودان د کنعان «فلسطين» له خاورې وشړل شول په ګرده نړۍ کې در په در خاورې په سر له يو بله ورک شول، خو کومې سيمې چې د اسلام تر سيوري لاندې شوې وې؛ د مثال په ډول عراق، شام، يمن، مصر او سعودي عربستان؛ ګردو يهودانو په دغو سيمو کې پوره ازاد او ارام ژوند کړی دی. مګر په عین وخت کې، چې کوم يهودان، د اروپا په بېلابېلو سيمو کې اوسيدل؛ ګډوډ او ذليل ژوند يې درلود او عيسايانو به د خپلې عقيدې له مخې د حضرت عيسی عليه السلام قاتلين بلل.

د «ډينيټ» او «ډکسکي» په نوم دوو ليکوالانو په ګډه يو کتاب « د نوي تاريخ انځور» ليکلی او اکفسورډ پوهنتون خپور کړی دی. نوموړي کتاب کې ليکل شوي، چې اروپا ميشتي يهودان تل د عيسايانو لخوا ځورول کيدل او تل به يې د هغوی د لاسه وهل ډبول خوړل؛ ځکه چې عيسايانو دوی د حضرت عيسا عليه السلام قاتلين ګڼل.

د دې تر څنګ، څو څو ځله پرې قحطي او طاعوني مرضونه هم راغلي وو. د زارا روس د پاچاهۍ پر مهال پنځوس لکه يهودان د روس لويديځ او اوسني پولينډ په يوه وړه تنګه سيمه کې پر جبري اوسيدو مجبور شوي وو او د نړۍ په ګڼو هيوادونو کې به يې د حکومتي چارواکو لخوا له دې امله ډبول خوړل، چې د هر شر تر شا به د دوی لاس و.

د زارا روس دوهم اليکزاندر په وژنه کې هم د يهودو لاس و، چې نتيجه کې يې ۲۰۰ يهودان ووژل شول او کورونه یې وسوزول شول.
دواړه ياد شوي تاريخ پوهان وايي، چې د ۱۹مې پيړۍ تر نیمايي پورې په فلسطين کې د مسلمانانو شمېر پنځه لکه وو او د يهودو شمېر يوازې لس زره وو.
د ۱۹مې پيړۍ په وروستۍ څلورمه کې د يهودانو يوه کوچنۍ ډله د مذهبي رسالت په موخه فلسطين ته راغله. له دې وروسته په نوي ماډرن «صهيوني» يهودانو کې هم دا هم ارزو پيدا شوه، چې په فلسطين کې د ټولو يهودانو لپاره یو «ملي کور» جوړ شي.

د ۱۸۸۱ – ۱۹۰۳ م کلونو په مینځ کې لس زره يهودان ډله-ډله فلسطين ته راغلل «دا خبره بايد په ياد ولرو، چې دغه مهال فلسطين د عثماني خلافت تر واک لاندې و» او د دغو يهودانو مالي مرسته يو فرانسوي پانګه وال يهودي «بارون روتشيلډ» کوله.

د نړۍ منل شوی تاريخ او اوسني يهودي تاريخ پوهان اعتراف کوي چې په اسلامي هسپانيا او د عثماني خلافت په قلمرو کې میشتو يهودانو د خپل څلور زره کلن تاريخ په ترڅ کې په بشپړه توګه ارام او خوشحاله ژوند کړی دی. او له کومه وخته چې په اروپا کې د کليسا واک چليده، نو يهود هر ځای خوار او ذليل و او ګرده اورپا کې دوی د حضرت عيسی عليه السلام قاتلين او دښمنان بلل کيدل.

بيا ورورسته، چې اروپا ورو-ورو له مذهبه په لرې کېدو وه، د فرانسې انقلاب راغی، ورپسې ۱۹۱۷م کال باليشويک انقلاب راغی او د روس او اروپا خلک يې سيکولر او ديموکراتان کړل، يهودانو د خپلې عقيدې له مخې چې ځانونه تر ټولو غوره خلک بولي، په امريکا او اروپا کې په پوره مذهبي لیوالتیا سره د نړيوال اقتصاد زړه په لاس کې ونيو او خپل پټ فعاليتونه يې پيل کړل. فرانسه د يهودانو د فعاليتونو مرکز و او بل پلو يې امريکا کې هم خپل فعاليتونه ښه په درز کې پيل کړل.

اروپا څخه امريکا ته د يهودانو هجرت، ۱۷۸۹م کال کې د فرانسې انقلاب او ۱۹۱۷ م کال کې د روس بالشويک انقلاب په ترڅ کې يې ځانونه ښه منظم او د کار په ځايونو کې ځای پر ځای کړل او د نړيوال اقتصاد او واک تر لاسه کولو لپاره يې خپل پټ فعاليتونه ښه تېز کړل، چې د يهودانو دغه کارونه اوس هم نړۍ کې يو راز ګڼل کيږي او تر اوسه هم د نړۍ ډېری خلک د يهودو له ډېرو اقتصادي او سياسي رازونو خبر نه دي.

د نړيوالې بانکدارۍ لارۍ چارې پيلول او له دې لارې د امريکا او اروپا ټول مالي او اقتصادي نظام په خپل واک کې راوستل هم د يهودانو د پټو فعاليتونو يوه مهمه برخه ګڼل کيږي.

د دې خبرې ډېر قوي اسناد شته، چې د اروپا صنعتي انقلاب او امريکا کې د ماډرنيزم تازه هوا يهودان وهڅول، چې دوی هم په دغو انقلابونو کې خپل ځانته يو ځانګړی مقام تر لاسه کړي او خپل ځانونه يې د پخوا په پرتله نور هم سره منظم کړل او خپلې ټولې وړتياوې يې د خپل ټولنيز پرمختګ لپاره وقف کړې.

موږ خو د مسلمانانو د اسلامي کنفرانس حشر وليده تر اوسه يې د اسلامي نړۍ لپاره څه کړي دي؟

خو يهودانو له هغه وخته د يهودو نړيوال پارلمان وټاکه. يهود خپل دغه نړيوال پارلمان هر ځای نه يادوي، مګر کارونه یې د يهودانو لپاره ډېر منظم دي.

د يهودانو نړيوال پارلمان په ۱۹۰۶م کال کې پريکړه وکړه، چې امريکا د يهودانو لپاره د ښو ګټو تر لاسه کولو لپاره ډېره مهمه ځمکه ده او دوی بايد امريکا کې يهودانو لپاره هر ډول کارونه او وظيفې پيدا کړي.

۱۹۸۹م کال کې د پنجاب پوهنتون لخوا يو امريکايي ورځپاڼې «ډيليس مارنګ»سره د روشنفکرۍ په اړه د کار کولو په موخه څلور مياشتنی چانس په لاس راغی.
د نوموړې ورځپاڼې په کتابتون کې د يهوديت پيژندنې په اړه لسګونو ټوکو کې دايرة المعارف ته مې لاس رسی وشو او د نوموړې دايرة المعارف په مرسته مې د يهوديت په اړه ډېر څه زده کړل.

دا دايرة المعارف ۱۹۰۶م کال راهيسې د يهودي پارلمان د غونډو او پريکړو غورچاڼ او ريکارډ و او پر هر ټوک يې د يهودي پارلمان ټاپه لګيدلې وه.

نوموړي دايرة المعارف کې له يهودانو غوښتل شوي و، چې امريکا او اروپا کې بايد د بانکدارۍ، بيمې، د رسنيو د چلولو تر څنګ د سرو زرو کاروبارونو کې ځانونه ښه ځای پر ځای کړي. اوس هم د بانکدارۍ، مطبوعاتو او د سرو زرو ټول کاروبار د يهودانو لاس کې دی، چې تر اوسه خو يوازې مسلمانانو د دوی له غمه ژړل،مګر اوس خو غير يهودي امريکايان او اروپايان هم ترې تر دوو سپږمو ته راغلي دي.

دوه کاله وړاندې زرګونو امريکايانو د نړيوال کپيټليزم پر ضد د «وال سټریټ د اشغالولو» په نامه خوځښت پيل کړی و. دا هم د همدغه يهودي اقتصادي پلانونو پر ضد و.

دا و د اسراييلو د ناجايز تولد او صهيوني حکومت تاريخي شاليد.

بايد وويل شي، چې پخواني سخت دريځي يهودان د يهودانو د ځانګړي دولت سره مخالف دي او د دوی د عقيدې پر اساس، د يهودانو د ځانګړي دولت هڅې د هغه زيري خلاف دی، چې دوی ته په تورات کې ورکړای شوی دی.

نوموړي يهودان باور لري، چې د يهودو ځانګړی دولت دا معنا لري، چې يهودان به تر يو ځانګړی ځايه محدود پاتې وي او دوی داسې فکر کوي، چې یهود بايد د نړۍ په هر ګوټ کې برلاسی ولري او د هر ملت او حکومت پريکړې د دوی د پاليسۍ او قوت په رڼا کې ترسره شي.
د اسراييلو د ناجايز دولت نادودې خو يوازې په معاصر تاريخ کې ترلاسه کيږي.

۱۸۹۶م کال کې د اسټريا يو نوي ماډرن«صهيوني» يهودي «تهيوډور هرزل» د يهودي دولت په نوم يو کتابګوټی په يهودانو وويشه او خلک يې وهڅول، چې يوه ځانګړې يهودي ټولنه جوړه کړي او دليل يې دا و، چې هر ځای کې خلک يهودانو ته په سپکه ګوري او داسې ښکاري، چې يهود هيڅ د عزت قوم او ملت نه دی او تر څو چې يهودان خپل ځانګړی هېواد ونلري، همدغسې به خوار و ذليل ګرځي.

له دې وروسته بيا تهيوډور هرزل د اروپا په سفر ولاړ او يهودي مشران يې وهڅول، چې ځانته يو ځانګړی دولت جوړ کړي، خو د ټولو هڅو او کوښښونو سربېره نوموړی په خپل هڅو کې پاتې راغی، مګر يهودي ټولنه کې د نوموړي ډېر صفتونه کيدل او تهيوډور هرزل د يهودو لپاره نوی موسی وګڼل شو.
بالاخره تهيوډور هرزل د خپلو هڅو په ترڅ کې پر دې بريالی شو، چې ۱۸۹۷م کال کې د اروپايي يهودانو يو کنفرانس راوغواړي، چې د سويټزر لينډ په باسل ښار جوړ شوی و.

«د ليکوال له نظره د يهودو دا اختلاف هم يو مکر او فريب و او په اصل کې ټول سره يو وو» که داسې نه وای، نو د يو کال په ترڅ کې د يهودي دولت پر جوړيدو څنګه سره سلا شول.

د نوموړي کنفرانس ګډونوال په دې سره سلا شول، چې د «صهيوني» ځانګړي دولت د جوړولو لپاره دې يهودي بزګران او د کار خلک فلسطين کې واړوي او خپل کارونه دې پيل کړي.

په ظاهره خو نوموړي کنفرانس کې يوې ډلې وويل، چې فلسطين کې د ځانګړي يهودي دولت جوړول د الهي امر څخه سرغړونه ده.
تهيوډور هرزل د پخوانيو يهودانو په څېر د فلسطين په سپيڅلتيا نه و قايل، له همدې امله يې وويل، چې د اسرييلي دولت د جوړېدو لپاره نور ځايونه هم شته. په ۱۹۰۳م کال کې برتانیې یهودانو ته وړاندیز وکړ چې د دوی په مستعمره یوګندا هیواد کې د ځان لپاره مستقل دولت تاسیس کړي، تهیوډور هرزل ورسره موافقه وښوده خو اکثرو یهودانو فلسطین ته ترجیح ورکړه «غالب ګومان دا دی چې دا اختلاف هم یوه ډرامه وه». ځکه چې په ۱۹۰۴ م کال کې تهيوډور هرزل ومړ او د يوګنډا مشوره هم ورسره له منځه ولاړه او يهودانو دغه وخت د فلسطين پر لور هجرت پيل کړ او دغه لړۍ د لومړۍ نړيوالې جګړې تر پيله روانه وه.

د نوموړې تاريخي ليکنې لومړۍ برخه وړمه ورځ نن ټکی اسيا کې خپره شوې او اخري برخه به يې دوه ورځې وروسته خپره شي. ان شاءالله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله شاه وطنپال

که نن هم مونګ قران ته رجوع وکړو په احکامو یی عمل وکړو نیوی لارښوونیدتعقیب کړو لری نده چی نه یوازی له اسیابه کفار وشړو بلکه زمونګ دوهم مقدس زای بیت المقدس به بیرته لاسته راوړو

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x