نړۍ

ایران کې د حکومت ضد لایونونه په تاوتریخوالي بدل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹وږی،۱۴۰۱ل) راپورونه وایي چې ایران هیواد کې د حکومت ضد لاریونونه د لاریون کوونکو او د یاد هیواد د امنیتي ځواکونو تر مینځ په نښتو او تاوتریخوالي بدل شوي چې په سبب یې د دې هیواد (۵) تنه لاریون کوونکي وژل شوي او ګڼ شمېر نور یې ټپیان شوي دي.

یاد لاریونونه وروسته له هغه پیل شوي چې د دې هیواد په مرکز تهران کې د اخلاقي امنیت پولیسو یوه ۲۲ کلنه کردۍ پېغله نیولې او وروسته یې د کوما په حالت کې روغتون ته وړې ده. یاده پېغله په روغتون کې له دوو ورځو بستر کېدو وروسته مړه شوې. چې له امله یې په پولیسو تور لګېدلی چې ګواکه نوموړې پېغله د دوی لخوا شکنجه شوې وه.

له دې سره سم د دې هیواد د مرکز تهران په شمول په کردستان ولایت کې هم زیات ولسي لاریونونه پیل او بیا په تاوتریخوالي بدل شول.

که څه هم ایراني حکومت او رسنیو یې د تاوتریخوالي په پېښو کې د مرګ ژوبلي په اړه تر دې مهاله څه نه دي ویلي خو بلخوا د دې هیواد د بشري حقونو د څار یوې خپلواکي ادارې ویلي چې د کردستان په مختلیفو ښارونو کې پنځه تنه لاریون کوونکي د امنیتي ځواکونو په ډزو کې وژل شوي او ګڼ شمېر نور یې ژوبل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx