
کابل کې د سوالګرو راټولولو کمېټه؛ تر دې مهاله مو ۷۴۰۰ سوالګر راټول کړي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹وږی، ۱۴۰۱ل) کابل کې د سوالګرو راټولو کمېټه چې د هیواد د رئیس الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر لخوا جوړه شوې، وایي چې تر دې مهاله مو د مرکز کابل له مختلیفو برخو څخه ۷۴۰۰ تنه سوالګر راټول کړي دي.
یاده کمېټه زیاته وایي چې د راټول شویو سوالګرو له جملې څخه ۴۹۶۳ ښځینه دي چې له مخې یې له کره معلوماتو وروسته ۱۲۹۶ مستحقي او ۳۶۶۷ نوري یې بیا حرفوي سوالګري ثابتي شوې دي.
همدارنګه د راټول شویو سوالګرو له جملې څخه ۶۳۹ تنه نارینه دي چې له دقیقو پلټنو وروسته یې ۱۹۰ مستحق او ۴۴۹ نور یې بیا حرفوي سوالګر پېژندل شوي دي.
د دې ترڅنګ یاده کمېټه وایي چې د یادو سوالګرو له جملې څخه ۱۷۹۸ ماشومان دي چې له ارزوني وروسته یې ۹۷۶ مستحق، ۷۸۱ یې حرفوي او ۴۱ نور یې بیا بې سرپرسته دي.
د یادولو ده چې هیوادوال د اسلامي امارت له دې ستر کار څخه هرکلی او خوښي ښودلې ده.
سوالګري عادت دئ نه مجبوریت . په ټول شوي ځای کې به يې اوس یوه بل ته د سوالګرئ لاس نیولئ وی