افغانستان

وزیر معارف په شمول نوي ټاکني شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۰وږی، ۱۴۰۱ل): ذبیح الله مجاهد تیره ورځ په یوه اعلامیه خپرولو سره د نویو ټاکنو به اړه باندي خبر ورکړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د امیر المؤمنین د حکم پر اساس نوي تعیینات شوي دي چې په تفصیل کې يې د وزارت معارف وزیر شیخ نور الله منیر له دندې بدل شوی او د مرکزي دارالافتاء د رئیس په توګه ټاکل شوی. د نوموړي پر ځای د کندهار د ولایتي شورا مشر مولوي حبیب الله اغا د معارف نوی سرپرست وزیر ټاکل شوی دی.

د کندهار د ولایتي شورا مشر شیخ مولوي ملوک شاه ټاکل شوی، نوموړی ددې تر مخه د مرکزي دارالافتاء مشر وو.

په ورته توګه د پنجشیر والي محمد محسن هاشمي، د لوګر والي ملا محمد شعیب اخوند، د تخار والي مولوي ضیاء الرحمن مدني ټاکل شوی.

بشپړه اعلامیه:

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم په اساس لاندې ټاکنې وشوې

۱. د کندهار ولایت د علماوو شوری مخکنی رئیس مولوي حبیب الله آغا د پوهني وزارت د سرپرست په توګه.

۲. د پوهني وزارت مخکنی سرپرست شیخ مولوي نور الله منیر د مرکزي دارالافتاء د لوی ریاست د رئیس په توګه.

۳. د مرکزي دار الافتاء لوی ریاست مخکنی رئیس شیخ مولوي ملوک شاه د کندهار ولایت د علماوو شوری د رئیس په توګه.

۴. د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ مخکنی معین مولوي فیض الله جمال د یاد وزارت د تامیناتي چارو د معین په توګه.

۵. د کورنیو چارو وزارت د تامیناتي چارو مخکنی معین مولوي محمد محسن هاشمي د پنجشیر ولایت د والي په توګه.

۶. د پنجشیر ولایت مخکنی والي ملا محمد شعیب اخند د لوګر ولایت د والي په توګه.

۷. د لوګر ولایت مخکنی والي مولوي عنایت الله شجاع د همدې ولایت د مرستیال په توګه.

۸. د سیاسي دفتر مخکنی غړی مولوي ضیاء الرحمن مدني؛ د تخار ولایت د والي په توګه.

۹. د تخار ولایت مخکنی والي قاري محمد اسماعیل راسخ د جوزجان ولایت د امنیه قومندان په توګه.

۱۰. د لغمان ولایت مخکنی امنیه قومندان مولوي فیصل مختار د نورستان ولایت د مرستیال په توګه.

۱۱. مخدوم عالم د غزني ولایت د امنیه قومندان په توګه.

۱۲. مولوي نجیب الله بدخشي د لغمان ولایت د امنیه قومندان په توګه.

۱۳. د کندهار ښار د اوومي امنیتي حوزې مخکنی آمر مولوي نور الباقي احمد د سپین بولدک د کمېسار په توګه وټاکل شول.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۲۳/۲/۱۴۴۴هـ ق
۲۶/۶/۱۴۰۱هـ ش ــ 2022/9/20م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

اوس مې د پژواک په پاڼه کې یو خبر ولوست چې په کندهار کې د شپږم ټولګي څخه کښته ټولګیو کې د لوړ عمر نجونې د ښوونځي د تګ څخه منع شوي دي. علت یې هم دا ښودل شوی چې اوس مونږ ښځینه ښوونکې نلرو، چې کله پیداشي، بیا به مو راوغواړو. ښه نو اوس تاسو دې منطق ته فکر وکړئ چې د یوې خوا د شپږم څخه پورته ټولګیو ته نجونې نه پرېږدي او د بلې خوا وایي چې ښځینه ښوونکې نشته. ښځینه ښوونکې به د کومه شي چې دا حال روان وي. اوس د طالبانو ډېر پخواني خواخوږي… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx