نظــر

د لیدنو دا بهیر هم پای ته ورسید!

نوراني عزام

پوره څلویښت کاله افغانان د یرغلونو او ظلمونو په وړاندي په دې باور ؤجنګېدل، چې یوه ورځ به په خپل هېواد کې د یوه سوچه اسلامي نظام تر سیوري لاندي د آرام ساه واخلي.

بالآخره د خدای جل جلاله په مرسته او د سترو قربانیو په مټ، امریکایې اشغالګرو هم ماتې وخوړه، افغانانو خپلواکي تر لاسه کړه او تر څلوېښتو کلنو جګړو او ستړیاوو وروسته په لومړي ځل د یوه سوچه بشپړ اسلامي او مرکزي نظام څخه برخمن شول.

هغه مجاهدین چې پخوا یې د خپلواکۍ په تکل پۀ سنګرونو کې، ستونزې ګاللې، په ټینګ عزم او رزم یې مبارزه کوله، لله الحمد اوس د دې اسلامي نظام واګي په لاس کې لري او شپه او ورځ د خپل ولس په چوپړ کې دي.

له نېکه مرغه اوس مو مسؤلین او مشران هره ورځ د خپلو خلکو د ستونزو د حل لپاره په خپلو دفترونو کې له خپلو مشترکینو او مراجعینو سره پۀ ورین تندی لیدنې او مجالس کوي او د ستونزو تر اورېدو وروسته یې د حل په موخه کوټلي ګامونه پورته کوي.

له شک پرته په ولس باندې پوښتنه کول، له حال څخه یې ځان خبرول، په غم او خوښۍ کې یې شرکت کول، ستونزې یې له نېږدې اورېدل او خپل نظریات ورسره شریکول هغه څه دي، چې د یو اسلامي حکومت په دندو کې راځي او اوس یې له نېکه مرغه زموږ ټول مسئولین په عملي توګه تر سره کوي.

د نورو ولایتونو په څېر په بلخ ولایت کې د ولایت مقام په ګډون زموږ ټول حکومتي او ملکي ادارې د خپلو خلکو په چوپړ کې دي، دروازې یې د خپلو خلکو په مخ خلاصې دي او د خپلو خلکو ستونزې آوري او حل کوي یې.

د دې ترڅنګ د بلخ والي الحاج مولوي قدرت الله ابوحمزه او ور سره مل لوړ پوړي پلاوي د بلخ له ټولو ولسوالیو څخه وخت په وخت لیدنې ترسره کړې او د خپل ولس سره یې له نېږدې ولیدل او د هغوی ستونزې او مشکلات یې واورېدل.

د والي صاحب د دې لیدنو په ترڅ کې د خلکو داسې شخصي بدۍ”قتل موضوع‌ګانې” او نورې ستونزې هم حل شوې، چې له امله یې د دواړو لوریو تر منځ د درنو مرګو ژوبلو لامل شوې وې.
د والي صاحب دا لیدنې د قومونو او سمتونو د اخوت او نېږدې‌والي لامل شوې دي او د والي صاحب عالمانه او مخلصانه ویناوې د دې لامل شوې چې د ولسونو اخوت او همغږي ترپخوا په څو چنده زیاته شوي او ټولي ستونزي پای و مومي.

په ولسوالیو کې د خلکو تر لیدنو وروسته والي صاحب او ورسره مل پلاوي د مزارشریف ښار د ټولو حوزو او ناحیو د ولسي خلکو سره ولیدل.
نوموړي د هغوی د احوال پوښتنه وکړه، نظریات او ستونزي یې واورېدلې او د حل په موخه یې کوټلي ګامونه پورته کړل.

د دې بهیر وروستۍ لیدنې تېره ورځ د مزارشریف ښار نهمې امنیتي حوزې او ناحیې اړوند عام ولس سره ترسره شوې، او د یادو حوزو او ناحیو د خلکو نظریات او ستونزې واورېدل شوې او اړوند مسئولینو ته والي صاحب د ستونزو د حل په موخه لازمې لارښوونې وکړې، تر څو د دې حوزو د ولسي خلکو ستونزې په بشپړه توګه حل شي.
په حقیقت کې د مسئولینو دا راز لیدنې د دې لامل کېږي، چې د ولس او حکومت تر منځ همغږي نوره هم زیاته شي، د حکومت او ولس تر منځ واټن ختم شي او ستونزې هېڅ پیدا نه شي.
اوس د یو کال په اوږدو کې ا.ا.ا او په ځانګړې توګه د بلخ محلي حکومت له خپل ولس سره دومره نېږدي اړیکې پیدا کړې، چې په تېر وخت کې یې هیڅ بېلګه نه ده لیدل شوې.

کومې تبصرې او نظریات چې د بلخ ولایت مزارشریف ښار له خلکو څخه را رسېدلي او په خواله رسنیو کې نشر شوي دي، د بلخ ولایت مشرتابه پۀ رأس کې له قدرمن والي صیب مولوي قدرت الله ابوحمزه او ټولو امنیتي ارګانونو څخه یې د زړۀ له تله مننه کړې او دوالي صیب دا کړنه یې ستایلې ده؛ نو همدا لامل دی چې د بلخ ولسي خلک له خپل حکومت څخه خوشحاله دي، بشپړ امنیت لري او د حکومت او ولس ترمنځ هېڅ واټن نه دی موجود.

دا چې د ا.ا.ا مسئولین د خپل ولس له منځ څخه راټوکېدلي او نظام هم د همدې ولس څخه جوړ شوی دی؛ له همدې امله دا هڅه روانه ده چې د خپلو هېوادوالو لپاره داسې خدمات تر سره شي، چې تر دې وړاندي یې هېڅ بېلګه موجوده نه وي.

د یو کال په تېرېدو سره ټول حکومتي ادارات د پا موړ لاسته راوړني او پرمختکونه لري. بشپړ امنیت، د سترو ملي پروژو پیل او جریان، په اداراتو کې یې بشپړ شفافیت د یادولو وړدي.
خدای جل جلاله دې زموږ دا حکومت تلپاتې لري او د لازیاتو پرمختګونو او لاسته راوړنو په هیله یې.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx