افغانستان

د خواف- هرات اوسپنې پټلۍ د درېمي ټوټې د ترمیم چاري پیل شوې

نن ټکی اسیا (پنج شنبه، ۳۱وږی، ۱۴۰۱ل): د خواف- هرات اوسپنې پټلۍ د درېمي ټوټې د ترمیم چاري پیل شوې.

یاده پټلۍ چې د هرات ولایت غوریان ولسوالۍ روزنک سټېشن څخه پیل تر شمتیغ پوري رسېږي او اوږدوالی یې ۶۲ کیلو متره دی، د درېمي ټوټې د ترمیم عملي چاري یې نن ورځ د اوسپنې پټلۍ اداري د عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت، د ایران هیواد د اوسپنې پټلۍ ادارې هیئت، د هرات والي او ګڼو نورو چارواکو لخوا د یو لړ مراسیو په ترڅ کې پیل شوې.

د یادو چارو د پیل په موخه جوړي شوې غونډي ته د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت د وینا په مهال یاده پروژه یوه اقتصادي پروژه وبلله او زیاته یې کړه چې چارو ته به یې ځانګړې توجه کوي.

د یادوني ده چې د دې پټلۍ د ترمیم چاري د سندرېلا شرکت سره قرداد شوې چې د ۲ میاشتو په موده کې به یې چاري تکمیل او ورسره سم به له دې لاري له ایران هیواد سره مخامخ انتقالات پیل او هم به زیاتو هیوادوالو ته کاري فرصتونه برابر ش‍ي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx