نړۍ

اردغان: له افغانستان سره خپلي همکارۍ جاري ساتو

نن ټکی اسیا (پنج شنبه، ۳۱وږی، ۱۴۰۱ل): د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان هغه مهال چې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو ۷۷ یمې کلنۍ غونډه کې یې ګډون درلود، د غونډي په څنډو کې یې خبریالانو ته د خبرو په مهال وویل چې هیواد یې چمتو دی له افغانستان سره خپلو همکاریو او مرستو ته دوام ورکړي.

نوموړي همداراز د خبرو په مهال په افغانستان کې د بشري حقونو په مراعتولو ټینګار کړی.

هېره دي نه وي چې د ترکیې ولسمشر اردغان په ګډون د قطر هیواد امیر او د نړۍ ګڼو نورو مشرانو هم د افغانستان په فعلي وضعیت باندي څرګندوني کړې او له نړیوالو یې غوښتي ترڅو له دې هیواد سره خپلي همکارۍ رواني وساتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

که په رښتیا د ترکیې ولسمشر اردوغان ځان ته يو اسلامپال او د نړۍ د مظلومو مسلمانانو خواخوږي بولي نو پس مهرباني دي وکړي چي د افغانستان او افغان دښمنه لنډغرو ،د غربي او شرقى جاسوسانو ته پخپله خاوره کې د افغانستان د تباهۍ حرکتونو ته اجازه ورنه کړي او د خپلي خاوري نه يې وشړي.

اسلم

هسی پوتری ولي . دا خوشي دیپلوماتي خبرې دي دوستم د وشړي

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx