
نړۍ
امریکا: د افغانستان بانک ظرفیت لوړولو کې خپلو مرستو ته دوام ورکوو
نن ټکی اسیا (پنج شنبه، ۳۱وږی، ۱۴۰۱ل): امریکا؛ د افغانستان بانک ظرفیت لوړولو کې خپلو مرستو ته دوام ورکوو.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ په تازه څرګندونو کې ویلي چې امریکا د افغانستان بانک د ظرفیت لوړولو په برخه کې خپلي همکارۍ جاري او رواني ساتي.
نوموړي د خپلي وینا په مهال دا ذهنیت ناسم بللی چې ګواکه د افغانستان بانک ازاده شوې شتمنۍ به د بشري مرستو د رسولو په لاره کې ولګول شي.
همدارنګه یې ویلي چې د سویس بانک ته د ازاد شویو شتمنیو له لېږد څخه یې هدف په افغانستان کې د اقتصادي فعالیتونو پیل او اقتصادي ثبات ټینګول دي.
امریکا چې کوم جنايت په افغانستان کې تر سره کړي د بخښلو وړ ندي او د انسانيت په تاریخ کې د امریکا په مخ تور داغ دئ. امریکا ته په کار ده چې افغانستان او افغانانو سره د دښمنۍ او لاس وهنې لاس واخلي او د افغانستان شتمني زر تر زره افغانستان بانک ته انتقال او اسلامي امارت په رسميت وپيژني. په دي کې د نړۍ او د امريکا ګټه ده. په بل ډول دامريکا ځنې به د افغانانو او د نړۍ د مسلمانانو کرکه او نفرت لا ډېر کړي. همدا نن 80 په سلو مسلمانان د امریکا ځنې نفرت… نور لوستل »