نظــر

اوسني ترهګر او موخې یې

خالقيار احمدزی

نن یوځل د پلازمینې په زړه کې ترهګرو یاغیانو خپل غلیمانه لړمون د څو تنو سوچه مسلمانانو په لمنځه وړلو سره تش او خپل خباثت یې د هغوی د وینې په تویولو سره په ډاګه کړ.
دلته که مونږ دوی ته پوښتونکی خطاب کوو، نو وایو به چې «ولې؟ »
ځواب به یې د تل په څیر همدا وي، چې ددوی په اصطلاح تاسو مرتدین یاست او د دوی هغه د عبدالرحمان ابن ملجم، محمدبن عبدالوهاب او….. په لار روان نه یاستو.

دوی حضرت عثمان “رض” او حضرت علي “رض” جنتي صحابه کرام هم پر همدې شعارونو د تورو خارو میلمانه کړل او زرګونه علماء یې د هغوی په تعقیب د خپلو شیطاني تورو په مټ د شهادت لوړو مقامونو ته رسولي دي.
راځئ دلته ملت ته د دې شیطاني پدیدې، چې منشاء یې په اوسني عصر کې له لویدیځې دیموکراتې او جابرې نړۍ اخیستل کیږي؛ پټې موخې په داګه کړو.

دغه ترهګر یاغیان چې تر ډیره امریکایي موخې پلې کوي، په داسې بریدونو سره غواړي، له یوې خوا دلته عامه نظم او سرتاسري امنیت داغدار وښیي؛ تر څنګ یې دا هم غواړي، څو له خپلو تمویلګرو منابعو څخه څه متاع قلیل هم تر لاسه کړي.

دا کړۍ چې د قوماندې تار یې له بهرنیو استخباراتي چینلو سره تړلی، په ضمیمه کې ورسره د تیرې ادارې ځینې ناخلفه پاتې شوني، چې دامهال په بهر کې اوسي؛ هم فکري ملګرتیا لري.
بهرني تمویلګر او داخلي پلې کونکي یې دوه موخې لري:
لومړی، په دې توګه غواړي څو هغه سرتاسري امن چې تر لسیزو جنګ جګړو وروسته د افغانانو په برخه ورسیده، ګډوډ کړي.
دغه امنیت چې په تیرو ټولو حکومتونو کې نمونوي بڼه لري او امریکا+نړیوالې ټولنه یې له ټول واک او ځواک سره په تأمینولو ونه توانیده او داخلي جمهوریتیانو هم ددغه امن راوستلو ویاړ تر لاسه نکړ؛ ددوی هیڅکله نه لوریږي، چې ددوی مخالفین «امارت اسلامي» دې هغه ویاړ په خپل نوم کاندي.

دویمه موخه یې همدا ده چې دوی په دې بڼه غواړي اسلام او مسلمانان نړۍ ته قاتلین او اشرار معرفي کړي.
هوکې؛ همدا یهودي نسل چې تر پرونه یې د نړیوال حاکمیت ادعا کوله او فلسطیني مجاهدین یې هم مباح الدم بلل، تر پایه یې اسرائيلي پلازمینې ته برګ ور ونه کتل؛ واشنگټن ددوی له بریدونو په امن وه، جرمني او بریتانیا ددوی له بریدونو څخه په خپلو وژل شویو ویر ونکړ؛ د ایفل برج ددوی له مقاومت څخه د تیارو تور نقاب وانغوست او نه هم د نورې نړۍ کفارو له دوی څخه د ویرې اوښکې توی کړې.
خو په عراقي مستضعفو مسلمانانو کې یې بیا پڅو چړو ښه کار ایسته، په افغانستان کې یې د مشرکانو په نوم د خلکو غونډو ته په بوجیو، بوجیو باروت پیدا کول او په نورو مسلمه هیوادونو کې یې هم تر خپله وسه د ظلم دریغ نه کاوو.

که واضح ووایو، دوی د اسلام د بیخکني لپاره د یوه داسې قیادت د ترلاسه کیدو په تمه دي، چې نه بیا څوک په اسانه د اسلامي نظام نوم واخلي او نه هم د مخور/عالم په نوم څوک د ملت له متن څخه پاتې شي.
راځئ ددې ډلې پر وړاندې هغه څه وکړو، څه چې را باندې «عیني فرض» دي او هغه هم د ټولو لوریو مکلفیت دی، چې باید آدا یې کړي.
حکومتي امنیتي ادارې یې باید د فکر او نظر مراکز، تربیتي/پوځي روزنځایونه او په ځانګړې توګه مخته وړونکي قائدین یې له یوې مخې په نښه او نیول کیدونکي اسیران دې په بندخونو کې د ساتلو پرځای د دایمي آرام لپاره د تورخاورو غیږې ته لیږي.

ولسي وګړي دې، د وهابیانو، پنجپیریانو او… په نوم مذهبي لګکیو او د ناپیژانده مؤسساتو د غیرعادي تحرکاتو په تړاو مخامخ امنیتي مراکزو ته خبر ورکوي.

دیني علماء دې د خطباتو او تقریرونو پرمهال د دوی د نومونو له یادولو پرته دفعلي نظام ملاتړ ته خلک رابولي او د ممکنه غلیمانه دسیسو پر وړاندې دې وخت پر وخت ولسونه بیدار وساتي.

له رسنیز ډګر څخه هم باید په مطلق ډول د باغیانو پر وړاندې مبارزه پیل شي او دا دې وانمود شي، چې د فعلي نظام پر وړاندې هر ډول فکري او فزیکي بغاوت جرم دی او سزاوې یې خطرناکې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx