نړۍ

روسیه؛ له اوکراین سره په جګړه کې مو تر دې مهاله ۵۹۳۷ سرتېري وژل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱تله، ۱۴۰۱ل): د روسیې د دفاع وزیر “سرګي شویګو” په داسي حال کې چې په پلازمېنه مسکو کې یې یوې خبري غونډي ته وینا کوله، وویل چې له اوکراین سره په جګړه کې مو تر دې مهاله ۵۹۳۷ تنه سرتېري وژل شوي دي.

نوموړي د اوکراین جګړې په اړه چې د فبروري میاشتي له ۲۴ مې نېټې را په دېخوا روانه ده، وویل چې هیواد یې نه یوازي له اوکراین سره بلکه له ټول لوېدیځ سره په جګړه کې دی.

همداراز شوېګو د خپل هیواد ولسمشر ولادیمیر پوتین لخوا اوکراین هیواد ته د تازه سرتېرو لېږد احتیاطي ښودلی او د اوس لپاره یې په جګړه کې د یادو سرتیرو د ښکېلتیا په اړه څه نه دي ویلي.

د یادوني ده چې دا لومړی ځل دی چې روسیې د اوکراین په جګړه کې د خپلو وژل شویو سرتېرو شمېر اعلان کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx