دیني، سیرت او تاریخ

د تبوک غزا ولې پيښه شوه؟

لیکوال: احمد الله عاطفي

دهجرت په اتم کال، دجزیرة العرب سیاسي او مذهبي مرکزي ښار او سیمه (مکه مکرمه او څیرمه سیمې) فتحه شوي، دې فتحې په ظاهر او باطن کې مخالف عربي قبايل مات کړل او داسلام دحقانیت بیرق ئې ورپاو،په سیمه کې یهودان او په شام کې عیسویان، روميان او غسانیان په ویره کې شول چې اسلامي خوزښت ورځ تر بلي پیاوړی کیږي او خپل د نفوس ساحه پراخوي.

دمکې مکرمې فتحه او دحنین غزا سوبه په ټولو عربي قبايلو ستره اغیزه وکړه، ځکه دمکې مکرمې دښار او سیمې فتحه په آر کې دټول عربي جزیرې فتحه ګڼل کیده.

حضرت رسول اکرم(صل الله علیه وسلم) چې دمکې له فتحې او حنین له بریالي غزا وروسته مدینې منورې ته تشریف یووړ، د لري او نږ دي عربي قبایلو نمایندګان د وفدونواوهیئتونوپه توګه په فردي او ټولګیو په شکل دبیعت لپاره حاضریدل، دشهادتینو په اقرار داسلام مبارک دین په دایره کې دا خلیدل، په دي کال زیات بلکه اکثره دلیرې پرتو سیمو عربي قبایلو وفدونو راتګ دا کال د (عام الوفود) په نوم مشهور کړ.

حضرت رسول اکرم(صل الله علیه وسلم) ته په دنیاوي لحاظ دیو ستر واکمن حیثیت ور په برخه شو.

دحکومت ولي په بنسټ مسلمانانو دزکات په ورکړې مکلفیت درلود او هغه قبایل چې تر دې دمه مسلمان شوي نه و، او د دوي دآمنیت او ساتني دمکلفیت په توګه ترې جزیه اخستل کیده.

دروم امپراطور واکمني چې په سیمه کې یواځينې پوځي ځواک ګڼل کیده او هم دغسانیانو پاچاهي واکمن د قدرت په غرور، بل مخالف قوت خپل سیال نه ګڼل.

دمکې فتحه او داسلامي لښکر بریاوې د دوی خوبونه حرام کړل ،ځکه یو ځل وړاندي داسلامي لښکر محدود شمیر مجاهدین دموطا په جنګ کې چې د رومیانو سرکشه والي شرجيل بن عمرو غساني دحضرت رسول الله(صلی الله علیه وسلم) سفیر حضرت حارث بن عمیر چې د بصرې والي په نوم بلن لیک ورسره وو لمړی بندي بیا ئې د وهلو لاندي په شهادت ورسوو، حضرت رسول الله(صلی الله علیه وسلم) د حضرت زید بن حارثه په مشرۍ مجاهدین واستول چې د موطا جګړه را منځ ته شوه، د مجاهدینو شمیر دومره کم وو چې یو تن مجاهد د ۶۳ تنو په مقابل کې چې د مقابل لوري وسله او تجهیزات هم پوره و او اکمال ئې هم ډاډمن و، د ابلې پښو مجاهدینو په وړاندي پاتي راغلل چې یواځي په تورې جنګیدل، دا پوره حکایت د موتی په غزا کې لوستلی شئ.

رومیان او غسانیان په دي پوه شول چې داسلامي لښکر قوت به د دوې واکمني محدوده کړي او هغه عربي قبایل چې دقیصر فرمان منونکي دي، بغاوت وکړي .

په همدې فکر رومیان او غسانیانو پریکړه وکړه چې دیولوی او مجهز لښکر سره په مدینه منوره حمله وکړي، مسلمانان له یوې مخي له منځه یوسي ،تر څوئې له دې ناحيې تشویش ختم شي.

همدا راپورونه مدیني منورې ته رسیدل چې رومیان اوغسانیان دیو لوی لښکر په تجهیزاتو بوخت دي تر څو په مدینه منوره خونړی برید وکړي ، همدې تشویش زیاتره صحابه ئې کرام خفه کړي وو، اوله بل لوري منافقینو هم له خفګانه ډک رښتیا او درواغ اطلاعات خپرول.

دنبطي سوداګرو راتګ

مدینې منورې ته دنبطي سودا ګرو رسیدل، د غسانیان او رومیانو دبرید خبر په ورکولو خبره په بشپړه توګه یقیني شوه.

یادښت: نابط دسیدنا حضرت اسمعیل (علیه السلام) او لاده چې د دبدبې خاوندان و، دوخت په تیریدو دبزګري او سودا ګري په دندو مصروف شول، مدینې منورې ته دوی دسودا ګري په غرض سفرونه کول .

د دې سودا ګرو په قول:غساني واکمن پر مدېنې منورې دحملې لپاره یو ستر لښکر منظم کړی، او د مرستي لپاره ئې له امپراطورهرقل هراړخیزه مرسته غوښتې ده.

هر قل چې همدې شیبو ته منتظر و په بیړه ئې(۴۰۰۰۰) څلویښت زریزه مسلح لښکر دبرید لپاره واستو او خپله هم دیو ستر لښکر سره ورپسي روان شو، او د دې لښکر په ملګرتیا کې دسیمې او عربي عیسویان هم ملګري شوي،چې لمړي قطعات ئې تر بلقانه رسیدلي هم دي .

موسم اودسفر تیاري

تیر کال مدینه منوره او څیرمه سیمې وچ کالي ځپلي وې، دا کال فصلونه خورا ښه او دباغونو حاصل ډاډ من و،له یویخوا دمدینې منورې او سیمې دخرما باغونومیوې او فصل تیار وو له بل لوري سخته ګرمي وه، خلک له لوږي او تنګ لاسي سره مخ وو.

په همدې سختواو ستونزمنوحالاتو کې حضرت رسول اکرم(صل الله علیه وسلم) پخه اراده وکړه چې حالات هر رنګي وي دوی به درومیانو او غسانیانو مقابلي ته، دهغوی سیمو ته ورځي او دیوغوڅنده جګړي په ترځ کې به دکفارواو منافقینو توطعې شنډوي.

حضرت رسول اکرم(صل الله علیه وسلم)د عادت خلاف په څرکنده توګه درومیانو په خلاف دجنګ اعلان وکړ، د خبر په اوریدو له هر لوري صحابه ئې کرام مدیني منوري ته را مات شول.

د حضرت رسول اکرم(صل الله علیه وسلم) دغوښتني سره سم صحابه ئې کرامو دمرستو چاري ګړندې کړې، هر چا چې څومره توان درلود، په اخلاص ئې برخه اخستله.

دبیلګې په توګه:سیدنا حضرت ابو بکر صدیق (رضی الله عنه) خپله ټوله پانګه، چې (۱۴)څوارلس کیلو ګرامه سره زر کیدل حضرت رسول اکرم(صل الله علیه وسلم) خدمت کې وړاندي کړل.

سیدنا حضرت عثمان (رضی الله عنه) تقریباً دیرش کیلو ګرامه سپین زر، پنځه نیم کیلو ګرامه سره زر،۹۰۰ اوښان، ۱۰۰ راسه آسان او نور جنګي تجهیزات دغزا لپاره،حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) خدمت کې وړاندي کړل.

سیدنا حضرت عبدالرحمن بن عوف (رضی الله عنه) تقریباً دیرش کیلو ګرامه سپین زر،او حضرت عمر بن خطاب(رضی الله عنه) خپل نیم مال او همدا راز هر چا دخپل وس او توان په انداز، چې حتی یوه لپه خرما ئې هم درلوده، دسیدنا حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) خدمت کې وړاندي کړل، او همدا راز ښځو هم بې مثله خیراتونه وکړل ، چې هیچا خپل طلا او زیور دریغ نه کړل.

پرته له منافقینو،داسي کورنۍ پاتې نه شوه چې هغوی څه درلودل دصدقه په توګه ئې نه وي راوړي که دخرما یو څو دانې هم وي.

د هدف په لور حرکت

د سیدنا حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) دعادت په بنأ دسفر لپاره د پنځنۍ(پنجشنبې) ورځ وټاکله .

دې سفر کې ټول صحابه ئې کرام دمدينې منورې سر بیره د شاوخوا سیمو او سیدونکو هم په ولوولو حاضر شول، دروایتونو په اختلاف، داسلامي لښکر شمیر د لسو زرو مجاهدینو نه تر دیرش زره تنو زیات ښودل شوی.

حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) له مديني منورې روان شو،پر (ثنیة الوداع) نومي غر کې پوځي قرار ګا ونیوله.

(ثنیة الوداع) تونل ډوله غردی چې د مديني منوري شمال لویدیز ته دشام په لاره پروت دی.

یو شمیر منافقین د عبدالله بن اُبی بن سلول په مشري هم دمسلمانانو له لښکر سره روان او د(ثنیة الوداع) غره په لمن کې کیږ دۍ ووهلي ، داسي خودنه ئې کوله چې دوی هم دغزا لپاره روان دي، خو کله چې د مسلمانانو لښکر د تبوک په لور روان شو، معلوم شو چې دوی دلته هم دمنافقت او دمسلمانانو دارادو ماتولو کوښښ کوو، چې نامراده بیرته ستانه شول خو یو شمیرجاسوسان ئې دمسلمانانو د لښکر سره واستول ، د دې منافقینو نه هم یو شمیر ئې دلارو په بیلا بیلو تم ځایو کې دمسلمانانو له لښکره پټیدل بیرته مديني ته ستنیدل، خو مسلمانانو د دوي په کړنو او منافقت پروا قدري ونه کړه.

دجهاد له سفره پاتي خلک

د دې مجاهدا نه سفرله برکت او فضیلته یواځي منافقین بې برخې شول .

دروایتونو په اختلاف دسیدنا حضرت رسول اکرم(صل الله علیه وسلم) په حکم دمدینې چاري سنبالښت لپاره درې نومونه اخستل کیږي، لمړی د محمد بن مسلمة الانصاري، دویم د سباع بن عرفطة او دریم د علي (رضی الله عنهم)، خو جمهور روایت دادی چې د مدینې چاري حضرت محمد بن مسلمة ته وسپارل شوې او دنبوت دکورنۍ پالني دنده حضرت علي(رضی الله عنهما ) ته سپارل شوي وو.

دسیدنا حضرت رسول اکرم(صل الله علیه وسلم) په خوښه هغه بې وسه صحابه ئې کرام چې د جهاد ولوله ئې در لوده، خو د تجهیزاتو او سورلۍ توان ئې نه درلود، دیو عالم افسوس سره په مدینه کې پاتې شول.

دسیدنا حضرت رسول اکرم(صل الله علیه وسلم) په غوښتنه،سیدنا حضرت علي(رضی الله عنه) داهل بیت دسرپرستي لپاره پریښودل شو، منافقینو طعنه ورکړه چې له جهاده ئې ځان ګوښه کړی.

که څه هم دسیدنا حضرت علي (رضی الله عنه) په غیرت، شهامت، قوت او زړورتیا نه یواځي دوستانوئې افتخار درلود بلکه دښمن اومنافقین هم معترف ول.

هغه چې په کم عمري کې د بني هاشم قبیلي دمشرانو په غونډه کې یواځينی شخصیت وو چې له رسول اکرم(صل الله علیه وسلم) ئې دفاع اوملاتړوکړ.

دبدر په غزا کې دمیدان زمری و چې دښمن ئې مقابلي ته نه شو مخامخ کیدی.

په ټولو غزواتو کې برالی او فاتح دمیدان و.

دخیبر په غزا کې داسلامي لښکر لوا په لاس د خیبر قلعه ستره دروازه دخپل مټ په قوت له بیخه و ویسته او ستره سوبه ئې وګټله، ددي ټولو ارزښتونو باوجود دمنافقینو پیغور،دی مجبور کړ چې په یواځي ځان دتبوک غزا دسفر په لور روان شي.

کله چې دلاري په اوږدو کې دسیدنا حضرت رسول اکرم(صل الله علیه وسلم) حضور ته ورسید،هغه ورته وفرمایل ستا منزلت ماته لکه حضرت هارون(علیه السلام) دی ،هغه حیثیت چې هغه خپل ورور حضرت موسی (علیه السلام ) سرئې درلود،هارون علیه السلام دموسی علیه السلام په غیاب کې د کورنۍ او قوم پالنه کوله، یواځي دومره خبره ده چې هغه پیغمبر و، او زمانه وروسته بل پیغمبر نشته، حضرت علي (رضی الله عنه) قناعت وکړ او دوباره مديني ته را ستون شو.

د مسلم شریف په روات: دتبوک غزا لپاره دوتلو مجاهدینو شمیر له لسو زرو نه زیات وو.

حاکم دحضرت معاذ بن جبل(رضی الله عنه) نه روایت کوي چې فرمايي: موږ چې د نبي اکرم(صلی الله علیه وسلم) سره دتبوک غزا لپاره ووتلو په دي لښکر کې د مجاهدینو شمیر له دیرشو زرونه زات وو.

په هر صورت ،دا لمړی ځل و چې دمجاهدینو دیرش زریزه (۳۰۰۰۰) لښکر په کوم لور روانیږي .

که څه هم چې صحابه ئې کرامو زیاته قرباني ورکړه خو بیاهم د اوبو رسولو،خوراکي توکو او سپرلیو دکمښت له امله ستونزي زیاتې وي، دبیلګې په توګه (۱۸) تنو ته داوښ یوه سورلۍ رسیدلې وه چې په نوبت سپریدل.(رحیق المختوم)

حسن بصري (رحمه الله) فرمايي: دهرو لسو تنو لپاره یو اوښ و چې په نوبت سپریدل.( معارف القرآن)

دخوراکي توکو کمښت له امله صحابه ئې کرام دونو پاڼو په خوړلو مجبوریدل،چې خوله، ژبه او شونډي ئې متاثره کیدل، همدا راز دابو نشتوالي ستونزه دومره ستره وه چې کله به صحابه ئې کرام دومره مجبوراو اړ شول، هغه اوښي چې دوی ورته په دا وخت کې زیات اړین ضرورت درلود حلال کړي تر څو دهغهو په تالو او معده کې زخیره اوبو نه استفاده وکړي.

حضرت رسول الله (صل الله علیه وسلم) دسفر له پیله لمونځونه قصر کول او دلاري په اوږدو کې دماسپښین او مازدیګر لمونځونه ئې جمع کول ، کله به ئې د ماسپښین په وخت او کله به ئې دمازدیګر په وخت او همدا راز د ماسختن او ماښام لمونځونه هم کله دماښام په وخت او کله به ئې دماسختن په وخت سره جمع کول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx