نړۍ

جامعة الازهر: اسلام په سمندر کي دمړي دغوزولو اجازه نه ورکوي

alazhar_university (نن ټکی اسیا می ۲۰۱۱/۰۳) دنړي دډيري مشهوري پخواني  درسګاه ویاند وتلي عالم دین دریاض الشریعه پوهنتون پخواني مشر ډاکټر سعود الفنیسان په سمندر کي دمسلمان شخص ددفن کولو مخالفت وکړ.

اوهمدارنګه دجامعة الازهر دشیخ احمد طیب مشاور محمود العضب داسامه دجسد په اړه چي امریکایان وایی دنوموړي جسد مو په سمندر کي وغورځوی سخت مخالفت وښودي، نوموړي زیاته کړه هرانسان هغه  که ووژل شوی اویاهم په طبعي مرګ سره مړ شي دهغي دمړي باید احترام وشي، هغه که له هر مذهب یا ډلی سره تړلی وی دمړي احترام یی لازمي دي،
سعودی عالم دین سعود الفنیسان وویل داسلام مقدس دین له ډیري ناچاري څخه بغیر هیڅ وخت اجازه نه ورکوی چي دیو مسلمان مړي جسد دي بحرکي ولویږي، یواځي په هغه صورت کي کولای شي چي دیو مسلمان مړي دي بحر کی ولویږي، کله چي مړي ډیر خراب شوی وي اوخلګ یی دبوي له کبله نشي کولای چي دفن یی کړی او یاه په بحرکي دننه کومه بیړي کي وفات شوی وي اوبیړي ترډیره موده پوری په سمندر کي پاتي وي او له سمندر څخه دباندي دمړي دراوړلو امکان نه وي.

داسلامی اوصولو اوعناناتو له مخي دیو مسلمان مړي باید یواځی په وچه کي خاوروته وسپارل شي،
بخت الرحمن بخت……………نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x