ټولنیزه برخه

د قحط الرجال زمانه؛ په سلو کې يو د کار سړی پيدا شي

حسان مجاهد

رسول الله ﷺ فرمايي: “إِنَّمَا النَّاسُ كَالْإِبِلِ الْمِائَةِ، لَا تَكَادُ تَجِدُ فِيهَا رَاحِلَةً” [الترمذي وابن ماجة والإمام أحمد وغيرهم] ژباړه: انسانان لکه سل اوښان داسې دي، چې په سلو اوښانو کې يو دسورلۍ او بار اوښ نه پيدا کېږي. رسول الله ﷺ په دې حديث کې وښوده؛ چې کله داوښانو څښتن په سلو اوښانو کې وګوري نو دسورلۍ او بار لپاره دخوښي وړ په مټ کې يو اوښ پيدا کړي، داشان ناقص او بې ګټي انسانان ډير دي اما کمال داره، په احوالو او اوصافو کې کامل او دخوښي وړ انسان که په سلو کې يو پيداشي.

په بل خبر کې داسې ویل شوي: « لیس شئ خيرمن الف مثله الا الانسان »
بل داسې شی نشته چي تر خپلو زرو هم مثلو دي ښه وي، مګر يوازي انسان ده چي کله يو انسان تر زرو انسانانو ښه وي.

شاعر ويلي دي« ولیس علي الله بمستنکر ان يجمع العالم في واحد!»
الله تعالی ته دانه ده ګرانه چي دټول عالم(دنيا) کمالات په يو انسان کي راجمع کړي.

کله يو انسان ته دپوره کمال په حيث امت ويل شوی وي: الله تعالی دابراهيم عليه السلام په هکله وايي:« ان ابراهيم کان امة قانتا لله» بې شکه ابراهيم دالله تعالی يو فرمان برداره امت و. ابن مسعود (رضی الله عنه )به د معاذ (رضی الله عنه) په هکله ويل« ان معاذ کان امة قانت لله ولم يکن من المشرکين» معاذ دالله تعالی يو خاضع اوطائع امت ده او له مشرکینو څخه نده.

ابوبکر صديق (رضي الله عنه) به ويل: په لښکر کې د ابن عمرو تميمي يوه ناره تر زرو خلګو غوره ده.

عمرو بن عاص ( رضی الله عنه) دمصر په فتحه کې له امير المؤمنين عمر بن خطاب (رضي الله عنه) څخه کومک وغوښتل، عمر (رض) ورته وليکل: دڅلورو زرو په مقابل کې مي څلور تنه؛ زبير بن عوام، مقداد بن عمرو، عباده بن صامت او مسلمة بن خالد (رضی الله عنهم) کومک ته در وليږل چې هر يو له دوي څخه دزرو په مقابل کې ده.

عمر بن خطاب (رضي الله عنه) یوه ورځ ملګرو ته وویل: تاسې دڅه شي تمنا (خواهش) لرئ؟ يو سړي وويل: کاشکې مي له سرو زرو څخه ډک کور دالله تعالی په لاره کې نفقه کړی وای! بل وویل: کاشکې مي له ملغلرو، زبرجدو، او جواهرو څخه ډک کور دالله تعالی په لاره کې نفقه کړی وای! عمر (رض) وویل: مګر زه بيا دا خواهش لرم؛ چې کاشکې دا کور د ابو عبيده بن جراح (رض) په څير انسانانو څخه ډک وای!.

اصمعي رح وايي: قتيبه بن مسلم چې د اهل ترک په مقابل کې صف برابر کړ، نو يې دمحمد بن واسع رح په اړه وپوښتل؟ چا ورته وویل: هغه دلښکر په ښي طرف کې دخپل غيشي سره ولاړ ده او په خپله ګوته سره داسمان لوري ته اشاره کوي. قتيبه وویل: دهغه يوه ګوته ماته تر زرو مشهورو تورو او جنګياليو ځوانانو خوښه ده.

یحیی بن معین وايي: په مصر کې مي درې نادرې وليدې: لومړی رود نيل، دوهم أهرام او دريم سعيد بن عفير. ده رح سعيد بن عفير له رود نیل سره په ندرة کې ورته وګڼل.

موږ تاسې که فکر وکړو، نو په دې آخره زمانه کې هم داسي انسانان پیدا شي چې تر نورو سلو او زرو انسانانو په پوهه، استعداد، دينداري او غوره صفاتو کې ممتاز وي، خو متأسفانه! چې دغه ډول انسانان يو په بل پسې رانه کډي اخلي او دتل لپاره دمرګي په دروازه کې راسره مخه ښه کوي. ددوي په کوچيدلو سره ټولنې د کاملو او عاملو انسانانو له پوره قحطي او کمښت سره مخ کيږي. نو راځئ چې ارادې لوړي، همتونه دنګ او خيالونه ژور کړو، دا ونه وايو چې موږ تر پخوانیو اتلانو ډير وروسته پاتې يو؛ ځکه هغه هم زموږ په شان انسانان و، څه بل ډول جنس نه و، دعلم، جهاد، او زهد استعدادونه له دوي سره تر خاورو لاندې نه دي خښ شوي، بلکه اوس هم پاتې دي، په کار ده چي موږ په ځانو کې دهغو استعدادونو او کمالاتو ظرفيت پيدا کړو، تر څو موږ هم په سلو او زرو کې دکار سړي وګرزو او په راتلونکي کې نور دکار خلګ جوړ کړو، ددين په دعوت او دفاع کې دقربانيو دا لړۍ نوره موږ پسې وغزوو، بیا به مو تر شا ځلانده تاريخ پريښی وي او مخ ته به مو رب خوشحاله کړی وي( ان شاء الله تعالی وما توفيقنا الا بالله)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx