نظــر

دتعليمي نصاب سمونونو اړتيا او معاريف وزارت کې ټاکنې

ډاکټر عبدالرحمن شهيدزاده

په معاصره نړۍ کې هر هيواد دخپلو وګړو په واحد صف کې د ودرولو په پار تر ټولو لومړي قدم کې تعليمي نصاب دخپلو عقايدو، عنعناتو، ملي ګټو او دعصر د غوښتنو په پام کې نيولو سره عياره وي، په رښتيا چې د نوموړو ملتونه اړوند کړني ملموسه پايله هم ورکړي، ځکه چې د هغوي دنصاب محتوات داسي عيار شوي وي، چې فارغ التحصيله يې دهيواد د نافذه قوانينو په روڼا کې ژوند تيره وي، او د خپل هيواد دغليمانو په وړاندې ډېر حساس وي.

خو متاسفانه موږ هيواد وګړي خو لومړۍ يې اکثريت له ښوني او روزني محروم دي په دويم قدم کې تر اوسه موږ داسي تعليمي نصاب نه لرو چې زموږ ديني او عصري غوښتني په پام کې ولري تر وسه مو پر غريب ماشوم زيات تعداد غير مثمر مضامين لوستل کيږي، او همداراز تر اوسه زموږ په ديني مدارسو کې کلاسيک حکمت او طبعي، عصري غوښتنو سره متضاد د منطقو فن ته اولويت حاصل ده.

د منطقو د فن متخصص خو موږ چېري ندی ليدل چې يو منطقي عالم په نړيوال سټيج د مناظري ميدان وګټو او يا په دا شل کلنه جهادي معرکه کې منطقي عالم کومه حربي سياسي بريا لرلي وي، چې موږ تمسک وکړو چې فلان عالم دمنطقو د لوست په مټ دغه لاسته راوړنه وکړه، هسي يو فن ده چې نه ديني او نه عصري غوښتني مشبوع کوي، او نه يې لوستوال کومه ذهني بريا تر لاسه کړي،خو داسي نوښتګر څوک تر اوسه نه شو پيدا چې په ديني او عصري نصاب کې بنسټيز تغيرات راولي.

په ٢٠٠٢ دمارچ په شپاړسمه چې د غرب له حملي ډېر کم وخت تيريدو د اشغالګرو لومړۍ اقدام زموږ ماشومانو ته دلس ميليونو کتابونو چاپ او راوليږلو، هلته بش اعلان وکړ چې د نوموړي نصاب محتوا کې تر ډېره ترکيز په دي شوی چې افغان ماشومان زموږ له پرمختللي نړۍ سره اشنا او د غرب د پرمختګ ژانرونه خپل کړي، متاسفانه چې غرب دغه ګټه وکړه تر يو بريده.

اوس چې اسلامي نظام پر هيواد حاکم او سرتاسري سوله او امن ده ښه به وي چې د تعليمي نصاب سمونونو ته جدي پام وشي او معاريف وزارت کې داسي نابغه او وړ شخصيتونه وګمارل شي، تر څو زموږ بيچاره ولس د ښوني او روزني په برخه کې نوښتګري کړني وکړي، ښه کاري تجربي مخيني تر خوا يو مسلکي او سياسي بصيرت څښتن شخص وټاکل شي تر څو تعليمي بخش کې بنسټيز تغيرات رامنځته کړاي شي.

زما ليکوال چې څو څېرې مي په ذهن کې راڅرخي چې بايد د معاريف وزارت څوکۍ ورکړل شي يو له هغو څخه د افغانستان اسلامي امارت مخکنۍ د بهرنيو چارو وزير وکيل احمد متوکل او بل د افغانستان اسلامي امارت پخوانۍ په پاکستان کې سفير ضعيف صيب وړ بللی شم ځکه هغوی ښي کاري تجربي په شمول د معاريف په چارو کې فعال څوک دي، تر څو اړين تغيرات رامنځته کړاي شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx