نظــر

د بشر خلاصون د اسلامي حکومت قوي سياسي دريځ په ګوته کړ

ډاکټر عبدالرحمن شهيدزاده

د سياست دتعريف پر اساس هر هغه عمل چې واکمن يې دولس داخروي او دنيوي بريمنتوب په پار پلي کوي، ديته د اسلامي سياست بڼه وايې.

هو پرته له شکه د افغانستان اسلامي امارت د اسلامي سياست په رڼا کې خپلو خلګو د مصؤنيت په پار له تاسيسه تر اوسه د توان مطابق خپلي هڅي ندي سپمولي، هغه که له انارشيزم توري بلا څخه دملت ژغورلو لومړنۍ جهادي يون و، او که له پنځه څلويښت کفري اشر څخه دخاوري او خپلو ولسونو د ازادۍ په لار کې شل کلن جهادي ګړندۍ مسلحانه او سياسي چټک مدبرانه نه ستړي کيدونکی خوځښت و، هغه که د پنځو کليدي مشرانو دخلاصو موضوع وه، او که د ملي تجار بشر نورزي دخلاصون پيچلي قضيه وه، ځکه دنورزي صيب موضوع امريکايې محاکمو داسي فيصله کړي وه چې بويا دغه بي ګناه افغان تاجر د مخدره توکو په نړيوال قاچاق کې د لتاړي په اساس په عمري قيد محکوم شوی.

خو په نوموړۍ باندي د دي تر خوا چې اړوند تورونه ثابت نه کړاي شو، اولس کاله دامريکا په وحشي زندان کې وساتلو، د اسلامي امارت مشرانو تل دخپل دغه مظلوم تبعه دخلاصون موضوع له امريکايې جهت سره شاربله، خو دا چې امريکا داسلامي امارت غوښتنه ونه منله امارت اړ شو تر څو مارک فريريکس امريکايې تبعه له ځان سره ولري، تر خپل مظلوم تبعه په خلاصون کې تري استفاده وکړي، د امارت دغه قاطعانه دريځ ددي باعث شو چې امريکايې قاضيان خپلي باطلې فيصلې واخلي او د بايډن حکومت د نورزي صيب د ازاديدو چارې له مجبوري ورځي تکميل کاندي. هغه و چې د وږي په اتويشتمه د بشر نورزي دخلاصون او هيواد ته راتګ شانداره مراسم په ژوندی بڼه له ملي تلويزون څخه نشر او ګڼ شمېر زړه سواندي مشران يې استقبال په پار کابل هواي ډګر کې را غونډ شوي وو، دا پيښي وښوده چې افغانستان خلګ يو ځواکمن مرکزي حکومت لري او کولاي شي دخپلو وګړو حقه حقوقو دفاع وکړي.

تل دوي اسلامي نظام او تل دي وي افغانستان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx