ټولنیزه برخه

نه دعوامو عذر قبول ده نه د علماو

حسان مجاهد

نن ورځ چې عوام په جهل کې ښکيل دي، داعذر وړاندې کوي چې موږ ته چا څه نه دي ويلي او علماء بيا دا عذر وړاندې کوي چې زموږ خبري څوک نه اوري. خو دا يو عذر هم دقبلولو وړ نه دی.
د عوامو عذر له دې امله نه ده قبول چې په دین کې پوه حاصلول دهر چا خپل مسووليت ده، نور که له هر چا او هرې لارې پوه حاصلوي، په هیڅ حکومت کې له قانون څخه دناخبرۍ عذر قبول نه ده، نو بيا داحکم الحاکمين(اللهﷻ) له قانون «شريعت» څخه دناخبرۍ عذر به ولي قبول وي.

دعلماوو عذر هم ځکه نه ده قبول چې په تيرو زمانو کې اسلافو (چې ښاغلي علماء يې د نيابت دعوه کوي) ددعوت په لاره کې څه په ځان نه دي وړي، دډبرو وارونه پرې نه دي شوې، ښکنځلې ورته نه دي شوې، له کوره نه دي شړل شوي حتی آخر په دغه دين تهديد شوي او وژل شوي نه دي؟! خو د دې کړاوونو باوجود يې خپله ذمه په نره سر ته رسولې وه او په خپل ټول وس يې دين خلګو ته رسولی او له دین څخه يې دفاع کړې وه، نو تاسې ځای ناستي يې څنګه«دخلګو غوږ نه نيول» دځان لپاره عذر بولئ؟!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx