نړۍ

ایران کې په روانو لاریونونو کې تردې مهاله ۵۰ تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲تله، ۱۴۰۱ل): له هغه وروسته چې د اخلاقي امنیت پولیسو لخوا ایران کې د مهسا په نامه د یوې ځواني نجلۍ تر مړیني وروسته خلګو په پراخه کچه لایونونه پیل کړل، له امله یې تر دې مهاله د دې هیواد امنیتي سرتېرو لخوا ۵۰ تنه لاریون کوونکي وژل شوي دي.

په همدې تړاو د ایران د بشري حقونو اداره وایي چې د وژل شویو له جملې څخه ۶ تنه د ګیلان په ولایت کې د امنیتي ځواکونو لخوا د بل شوي اور له امله وژل شوي.

یادي ادارې همدارنګه زیاته کړې چې د ایران د بابول او آمول په ښارونو کې هم خلګو ته مرګ ژوبله اوښتې.

خو په دې سربېره لاهم په دې هیواد کې لاریون کوونکي د خپلو اساسي حقونو او حیثیت ترلاسه کولو په موخه مظاهرې کوي.

بلخوا د دې هیواد حکومتي چارواکي د دومره زیات شمېر لاریون کوونکي وژنه نه تائیدوي بلکه یوازي د ۱۷ تنه مظاهره کوونکو او ۵ تنو امنیتي سرتېرو د وژني پخلی کوي.

د یادوني ده چې د ایران هیواد په شاوخوا ۸۰ ښارونو کې لاریونونه دوام لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx