افغانستان

په پکتیا کې نږدې ۱۰ زره کورنیو ته برېښنا رسول کېږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲تله، ۱۴۰۱ل): د پکتیا د برېښنا ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز او وزې ځدران ولسوالۍ کې نږدې ۱۰ زره کورنیو ته برېښنا رسول کېږي.

د پکتيا د برېښنا رئيس مولوي سيد انور شاه د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې په یاد ولایت کې د وارداتي برېښنا نوي ۷۵ ترانسفرمرونو فعال شوي، چې له یاد شمېر ترانسفرمرونو څخه ۲۵ په مرکز (ګرديز) او ۵۰ نور يې د وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې فعال شوي دي.

هغه زیاته کړه د برېښنا رسونې دغه پروژه د ۷۰۰ ميليونه افغانيو په لګښت د آسیا پراختیایي بانک په مالي ملاتړ چې تخنيکي چارې يې بشپړې شوي او ډېر ژر به ۹ زره ۵۰۰ کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شي.

د یادونې وړ ده چې د پکتیا خلکو له یادې پروژې څخه خوښي څرګنده کړه او له مسوولینو يې وغوښتل چې د پکتیا نورو سیمو ته هم برېښنا ورسوي.

باختر اژانس

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx