ټولنیزه برخه

سازمانونه او ادارې څنګه تر بریا رسوی شو؟

لیکنه : عبدالجبار وحدت

د سریزې په ډول که ووایم چې د سازمان مفهوم هم دا دی چې وګړي د یو مشخص هدف لپاره هلته راټول شوي وي او کار کوي، د سازمانونو بریا او ستراتیژیک ژوند نهایت مهم دی، موږ وینو چې ځینې سازمانونه له ټاکلي عمر مخکې زاړه شي او زر مري، مانا ناکامېږي، د سازمان د بریا لپاره د درستې رهبري او ټیم انتخاب نهایت مهم دی، تر څو سازمان مثبت لوري ته سوق کړي، د سازمان په کامیابي کې چې غوښینه ونډه لري، هغه د ستراتیژيک پلان شتون دی، ټولې ادارې باید پنځه کلن سټراټیژیک پلان ولري، ستراتیژیک اهداف وټاکي او د همدې لارې یې تعقیب کړي، د دې تر څنګ باید یو قوي لرلید ولري، داسې لرلید چې د سازمان ستراتیژیکې موخې پکې منعکس شوي وي، د ګروپي کار روحیه باید د سازمان له هر غړي سره وي، د کارمندانو اخلاص او اداري تقوی نهایت مهمه ده، کار کوونکي که ادارې او یا سازمان ته مخلصانه او له زړه څخه کار وکړي، حتما هغه اداره د بریا تر لوړو پوړونو پورې رسېږي، روڼتیا، حساب ورکوونه اود فساد نشتون په اداره کې بېخي زیات مهم دی.

موږ ډېری وخت چې د سازمانونو د ماتې عوامل ګورو یو قوي سبب یې هر اړخیز فساد ( مالي، اداري، اخلاقي) وي او د کارمندانو د ژمنتیا نشتون يې یو قوي شاخص کېدلی شي، د کابل بانک قضیه که وڅېړو، چې ولې ناکام شو، علت یې اختلاس، فساد، د جعلي مالي سټیټمینټونه ( (Financial statements شتون وو، چې بالاخره یاد مالي سازمان د ګړنګ تر غاړې ورسېد حتی اقتصادي رکود او له قوي مالي بحران سره مخ شو، مالي مدیریت د سازمان لپاره د اکسیجن هومره مهم دی، باید یاد مدیریت رامنځته شي، همدارنګه د سازمان د غړو تر منځ همغږي هم د بریا یو اساسي راز او حتی کیلي ګڼلی شو، یاد موارد که رعایت شي، د سازمان بریا تضمینېدی شي.

درنښت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx