افغانستان

په کابل هوايي ډګر کې د قطر تخنیکي ماموریت پای ته ورسید

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲تله، ۱۴۰۱ل): په کابل کې د قطر سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چې په کابل کې ددوی تخنیکي ټیمي خپل فعالیتونه په بریا سره پای ته ورسول.

د اعلامیې سره سم د قطر تخنیکي ټیم په نړیوالو سټینډرونو سم د کابل میدان یو ځل بیا فعاله کړی وو، چې له امله یې افغانستان ولس ته بشري او انکشافي مرستې ورسیدې او همداسي د هوايي ډګر له لاري د مسافرو تګ او راتګ بیا پيل شوی وو.

د قطر سفارت زیاته کړې چې هیواد به یې د افغان ورور ولس تر څنګ هر وخت ولاړ وي، په ځانګړي ډول په سختو شیبو کې.

باید وویل شي چې پر کابل د افغانستان اسلامي امارت تر فتحې او بیا د امریکایانو د وتلو وروسته د کابل هوايي ډګر په ویجاړ حالت کې پرېښودل شوی وو او ټول سیسټمونه یې د امریکا لخوا لمنځه وړل شوي وو، چې بیا د قطر په تخنیکي مرسته د کابل هوايي ډګر فعاله شو.

د یادونې ده چې قطر او ترکیه په ګډه غوښتل چې د کابل هوايي ډګر د ادارې او پرمخ وړلو قرارداد د افغانستان د نوي حکومت سره امضا کړي خو تر څو ځله مذاکراتو وروسته دغه پروسه ناکامه او بالاخیره د متحده عرب اماراتو د مختلفو کمپنیو سره قراردادونه رسما لاسلیک شول او تمه ده چې د قطري تخنیکي ټیم وروسته به سمدستي یاد شرکتونه په کابل هوايي ډګر کې تخنیکي چارې په غاړه اخلي.

د افغانستان د هوايي چلند او ترانسپورټ وزارت یوه مسؤول نن ټکی اسیا ته وویل چې له دې وروسته به د افغانستان هوايي ډګرونه د مرستو پر اساس نه بلکې د قراردادونو لمخې اداره کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

د هر قرا داد څخه وروسته باید تر سره شوی کارونه د یوی مستقلی مسلکی اداری لخوا ارزیابی شی چی آیا دا کارونه په معیاری شکل شوی او کنه رپوټ یی باید د راډیو او اخبار له لاری د خلکو د غوږو ورسی. ولس څه پوهیږی چی قطر د دی قرار داد په مقابل کی څه تر لاسه کړل او کوم خدمات یی تر سره کړم. موفقیت هغه وخت تر لاسه کیدای شی چی کارونه مسلکی او با تجربه اشخاصو ته وسپارم شی. د مدرسی څخه فارغ شوی ملا ماته هغه متل را یاده وی چی وایی: ترکاڼی د بیزو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx