افغانستان

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان او نورو هیوادونو د اندېښنو په اړه د بهرنیو چارو وزارت غبرګون

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲تله، ۱۴۰۱ل): د ملګرو ملتونو په جنرال اسمبلۍ کې د قطر، پاکستان، امریکا، اروپايي ټولنې او ځینو نورو هیوادونو اندېښنې ښودلې چې په غبرګون کې يې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت غبرګون ښودلی دی چې په لاندي ډول دي:

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ په ۷۷مه ناسته کې د افغانستان په تړاو د ځینو هېوادونو د اندېښنو په اړه د ا. ا. ا. د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په ۷۷مه ناسته کې د امریکا او پاکستان په شمول ځینو هیوادونو د افغانستان په اړه انديښنه وښودله چې ګواکې له افغانستانه اوس هم د ترهګرۍ خطر موجود دی.

دا اندېښنې په داسې حال کې ښودل کېږي، چې تر دې دمه دغو لوریو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ، چې د افغان حکومت حقوقي او سیاسي حق دی، ورکولو ته تیار شوي نه دي. دغه اندېښنې پر ناسمو معلوماتو او سرچینو ولاړې دي.

که افغان حکومت ته یې دغه حق ورکړل شي، دا به یو فرصت وي تر څو هغه واقعیتونه چې په افغانستان کې دمګړۍ موجود دي، له سیمې او نړۍ سره شریک شي، ښايي هېڅ ډول اندېښنې ته ځای پاتې نه شي.

اسلامي امارت یو ځل بیا دا اندیښنې ردوي او خپل موقف نړیوالو ته واضح کوي، چې د افغانستان خاوره به هیڅکله د چا پرضد ونه کارول شي او نه فعلا دلته کوم وسله‌وال ګروپ شتون لري.

نړیوال دې د بې ځایه انديښنو او تورونو پرځای له اسلامي امارت سره د مثبت تعامل له مخي وړاندي تګ وکړي او د رسنیو او اعلامیو پرځای دي خپل نظریات او اندېښنې مخامخ راسره شریکي کړي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

د ترهګرو پروژه د امریکا په مشرۍ منځ ته راغلي او د اسرايل او پاکستان د اسټبلشمنټ او استخباراتو د ايران د اخوندي رژیم په شمول اجرا کيږى. خصوصا پاکستان د ترهګرو د مرکز په توګه استعماليږي او په بدل کې ملياردونه ډالر ترلاسه کوى.

خوګياڼي

افغان ولس لا څه چې ټوله نړۍ په دي پوهيږي چې د ترهګرو ځاله پاکستان دئ او د همدغه ناپاکستنان له لارې ترهګر روزل کېږي او د ګاونډيانو په ضد يې استعمالوي چې ښکاره بيلګه افغانستان دئ. پاکستان د د افغانستان او افغانانو اصلي دښمن دئ. پس اسلامي امارت ته پکار دى چې د پنجابى اسټبلشمنټ او فوج په مقابل کې بالعکس پالیسي غوره کړي. پنجابي شيطاني فوځ ځنې د خير طمع نشي کيداي.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx