افغانستان

شهباز شریف: له افغان حکومت سره رغنده تعامل د ټولو په ګټه دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۰۲ تله، ۱۴۰۱ل): د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې ویلي چې له افغان سرپرست حکومت سره رغنده تعامل او همدا راز اقتصادي ملاتړ د دې لپاره چې مثبت ځواب ترلاسه کړو د ټولو په ګټه دی.

شهباز شریف وویل چې په اوسني حالت کې د افغانستان سرپرست حکومت منزوي کول د کړیدلیو افغانانو کړاوونه نور هم زیات کړي.

هغه زیاته کړه چې پاکستان او ګاونډي هیوادونه په دې موقف کې نه دي چې نور مهاجرین قبول کړي او نړیواله ټولنه باید د یو بل داخلي جنګ، ترهګرۍ او د نشيي توکو د قاچاق او نويو مهاجرینو مخه ونیسي.

هغه همدا راز پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي هغې غوښتنې ته چې د افغانستان سره بشري او اقتصادي مرستو لپاره يې ۴.۲ میلیارده ډالر غوښتي باید مثبت ځواب ووايي.

شهباز شریف همدا راز وویل چې افغانستان اوسمهال له فعال اقتصادي او بانکي سستم څخه بې برخې دي او فعال اقتصاد او بانکي سستم عام افغانانو ته د دې اجازه ورکوي چې ښه اینده جوړه کړي.

پاکستان لومړي وزیر پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د افغانستان اسعاري زیرمې خوشې کړي کومې چې د افغانستان بانکي سستم بیا احیاکولو لپاره اړین دی.

نوموړي ادعا وکړه چې یو شمېر «ترهګرې ډلې» له افغانستان څخه فعالیت کوي او د دغه ډلو خلاف باید د سرپرست حکومت په ملاتړ او همکارۍ اغېزمن چلند وشي او په مقابل کې باید نړیواله ټولنه باید د افغانستان جدي بشري اړتیاوې پوره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

داسی دوی د افغانستان له غمه مړه دی. خپل غم کوی #. همدی # ویلی چی افغانستان کی ترهګری په خوریدو ده هلته القاعد، ټی ټی پی او داعش فعالیتونه لری او مونږه خپل تشویش له نړی سره شریک کوو اوس بیا د افغانستان له غمه ناری او سوری وهی. د پنجابیانو دوه مخی سیاستونو ته مو باید پام وی. پر پاکستانیانو نباید هیڅکه اعتبار وشی. دوی د باید خپلی ## بندی کړی هر ملای #### دی د لال جومات غمیزه نباید له یاده ووځی، د پښتنو وژل، او د هغوی له ترقی او مدنیت نه لری ساتل دا ټول… نور لوستل »

خوګياڼي

اسلامي امارت بايد په کلکه او غاښ ماتونکي ځواب د ناپاکستان مرئي او غلام شاباز او هيجړه بوټو ته ورکړي او پرينږدي چې په راتلونکې کې د افغانستان په هکله مرداره خوله وخوځوي. متل دئ( خير نه مي توبه ده، خو دا سپى دي رانه کوري کړه. مننه

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx