افغانستان

د ملا برادر اخوند د دفتر لخوا د ټرمپ څرګندونو ته غبرګون

نن ټکی اسیا ( شنبه، ۲ تله، ۱۴۰۱ل): د ا.ا.ا د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر دفتر د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه وروستۍ څرګندوني په کلکه ردوي چې ګواکه نوموړي ملا عبدالغني برادر ته د هغه د کور د انځور په لېږلو ملا عبدالغني برادر تهدید کړی او ملا صاحب ورته د درناوي الفاظ کارولي دي.

همدارنګه د ښاغلي ملا عبدالغني برادر دفتر وایي چې دا خبره د ټرمپ لخوا یوه بې بنسټه افتراء ده.

له یاد دفتر څخه خپور شوی غبرګون زیاتوي چې د ملا عبدالغني برادر دفتر د هغه او ډونالډ ټرمپ تر منځ د شوې مکالمې بشپړ غږیز ریکارډ په اختیار کې لري او وایي: (که اړتیا ولیدل شي، د یاد سند په نشر سره به د موضوع جریان له خپلو هیوادوالو او نړیوالو سره شریک کړي.)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx