افغانستان

بدخشان کې ۱۰۰ ښځینه پولیسې بیا په خپلو دندو ګمارل شوي

نن ټکی اسیا ( شنبه، ۲ تله، ۱۴۰۱ل): په بدخشان ولایت کې امنیتي چارواکي وايي چې ددغه ولایت پخوانۍ پولیس افسراني یو ځل بیا د اړتیا له امله په دندو ګمارل شوي دي.

دغو ښځینه پولیسو په هیواد کې د اسلامي امارت تر واکمنیدو وروسته په کور کښېنستلي وې خو وروسته چې د امنیتي ادارو لخوا یې اړتیا پيښه شوه، په دندو ګمارل شوي دي.

د بدخشان امنیه قومندان ویلي چې مونږ په بدخشان ولایت کې اوس د ۲۰ څخه تر ۲۵ پوري ښځینه لوړ رتبه افسراني او د ۷۰ څخه تر ۸۰ شاوخوا ښځیني پولیسي لرو چې په تیر نظام کې هم دنده تر سره کړې.

په بدخشان ولایت کې ښځینه پولیسي په ځانګړي ډول د کور په کور تلاشي برخه کې فعالیت لري تر څو وکولای شي په خوندي توګه کورونه ته ورشي او د تلاشي پروسه تکمیل کړي.

د خالدې په نوم یوې ښځینه پولیسي رسنیو ته ویلي چې کله کوم جرم پيښ شي، او ددې اړتیا وي چې مونږ د خلکو کورونو داخل ته ورشو، نو د ښځینه پولیسو په حیث دا مونږ ته اساني وي.

په ورته توګه هغه جرمونه چې ښځي په کې دخیلي وي، د ښځینه پولیسو لخوا یې نیول او تحقیقات کول اسانه او په پرده کي وي.

باید وویل شي چې د وزارت داخله په چوکاټ کې ډیری پخوانۍ افسراني بیرته کارونو ته په خپله خوښه ګرځېدلي او ځینو نورو یې له دندو په سر شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx