نړۍ

په امریکا کې د افغان عسکر لور د نهو میاشتو راهیسي ورکه ده

نن ټکی اسیا ( شنبه، ۲ تله، ۱۴۰۱ل): د نیویارک ټایمز د راپور سره سم د یوه افغان عسکر لور «لینا» د تیر کال ډیسمبر میاشتي راهیسي په ټکساس ایالت کې ورکه شوې او تر اوسه یې درک نشته.

د ریاض سردار خیل په نامه دغه عسکر چې امریکا ته د ښه ژوند په ارمان تللی وو، اوس وایی چې امریکا ته په رسیدو یې ګمان کاوه چې دلته به سوله ییز ارام ژوند کوي خو خبر نه وو چې دغسي حالت سره مخ کیږي، «زما ټول ژوند برباد سو».

ریاض په خوست ولایت کې د امریکايي ځواکونو تر څنګ جنګېدلی او د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال هغه ته ځانګړې ویزه ورکول شوې او د ټکساس ایالت په سان انټونیو سیمه کې ځای پر ځای شوی وو، چیري چې نور افغانان هم میشت شوي دي.

د یادي سیمې پولیسو مشر ویلي چې دوی د لینا د موندلو لپاره هرڅه کوشش کړی، هیڅ څوک په هوا کې نه ورکیږي، مګر د لینا هیڅ درګ نه لګیږي، مونږ اوس د هغې په مړي او ژوندي پسي ګرځو.

د لینا افغاني کالي اوس هم په المارۍ کي د هغې په انتظار ځوړند دي

د افغانانو د ټولنې یوه مشر امیر محمد امیري د نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې ویلي چې مونږ دلته سولې، امنیت او ارامتیا په خاطر راغلي یو، خو اوس نه پوهیږو چې نور دي امریکا ددوی لپاره خوندي ځای وي.
نوموړي زیاته کړې چې زه اوس د خپلو ماشومانو سره په کراره پارک ته نشم وتلای، زما ۲،۴،۶ او ۹ کلن ماشومانو باندي تل نظر ساتم چې د لینا په څیر لادرکه نشي.

د لینا مور وايي چې د باران او یخې اونۍ وروسته یې د لینا په اصرار د ماشومانو لوبو ځای ته د هغې وړلو پریکړه وکړه، خو خبره نه وه چې دا به یې د خپلې لورکۍ اخیري دیدن وي. مور یې زیاتوي چې اوس هم فکر کوي لینا به اوس یو دم را څرګنده شي خو میاشتي واوښتې او د هغې هیڅ درک ونه لګید.

د امنیتي چارو کارپوهانو په وینا داسی نا څرګند حالت سره مخ کیدونکي ماشومان یا د جنسي تیري ښکار ګرځېدلي وی او وژل شوي وی او یا هم د جنسي کاروبار لپاره نورو لیري پرتو سیمو ته انتقال شوي او چاقاق یې کیږي.

د لینا مور وايي، د شپې په خوب کې خپله ۳ کلنه لورکۍ ویني چې اوس به یې عمر ۴ کاله وي، «هغه ماته په خوب کې راځي، ژاړي، رنګ یې الوتی وي او زما څخه کومک غواړي، خو کله چې سترګي لڅې کړم، هیڅ هم نه وي.

د لینا پلار: ریاض سردارخیل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Guljanan

ډيري ماشومانو ددي ظلمانودلاسه پدي برخه ليک اخته شوي

Adam Khan

Search Mexico for this little angel. Most of the San Antonio population are Mexican cartels

Mexican cartels are responsible for this issue.

Today, a Pakhtoon angel is being sold in Mexico

NAN KHO NA KHOSHAL SHTA AW NA KHO ABDALI .

Adam Khan

I am sorry for the mother of Lina Gul, however, the father Riaz Sardar Khar Khil deserves this.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx