افغانستان

کابل لپاره د امریکا سفارت د نوې شارزدافیرې په دندې پیل وکړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳ تله، ۱۴۰۱ل): کابل لپاره د امریکا سفارت د نوې شارزدافیرې “کرن ډیکر” خپله دنده پیل کړه.

کرن ډیکر پر خپل ټویټر پاڼې تایید کړې او ویلي يې دي چې د افغانستان لپاره د متحده ایالتونو د ماموریت مشري کوم.

ښاغلې ډیکر همدا راز د ټویټر اکاونټ له لاري په پښتو ژبه لیکي چې له خپلو نړیوالو متحدینو، او نړیوالو برخه اخیستونکو ملګرو سره په ګډه به د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوي، ترڅو د افغانستان خلګ خپل متنوع کلتور ولمانځي، د متحده ایالاتو ګټي په مخ ولاړې شي، او هم نړیوالو قوانینو ته د پرمختګ زمینه برابره شي.

همداراز مېرمن ډیکر زیاتوي: ( په دې ستونځمنو شرائطو کې د افغانستان له خلګو سره د قطر هیواد پرلپسې مرستي زما لپاره د ستایلو دي او دا خپله په سیمه کې د سولي او ټیکاو لپاره د قطر د ژمنتیا یوه پیاوړې نښه شمېرل کیږي.

نوموړې زیاتوي، متحده ایالات له افغانستان سره د بشري مرستو یوازینی ستر تمویلونکی هیواد دی چې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتي را پدېخوا یې ۱،۱میلیارد ډالرو څخه زیاته مرسته له دې هیواد سره کړې ده.

ډیګري زیاتوي: ( د لومړنیو اړتیاؤ د برابرولو سربېره د هغو پروګرامونو ملاتړي یو چې د بشر حقونو په خاصه توګه د ښځو او نجونو حقونو ته وده ورکوي.)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

د اغلي کرن ډيګر انچارج د افغانستان لپاره د سفيرې په توګه د امريکا پالیسي دوستانه، دوه طرفه احترام په بنسټ، د يو بل په داخلي چارو کې نه لاس وهنه او اسلامي امارت په رسميت پيژندل وى. دا به د نړۍ، امریکا ،منطقي او افغانستان او افغانانو په ګټه وي. ا د افغانستان د خاورې بشپړ خپلواکي ته احترام ولري. مونږ په منطقه کې د امریکا جايزو ګټو ته ژمن يو. امریکا هم باید زموږ ګټې، کلتور، استقلال او اسلام ته درناوي وکړي. مننه

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx