افغانستان

ملا برادر اخوند ترکمنستان سره د ټاپي پروژې د پیل په اړه خبرې وکړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳ تله، ۱۴۰۱ل): د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ترکمنستان له لوري د ټاپي پروژې اجرائیوي رئیس محمد مراد امانوف او په کابل کې د ترکمنستان سفیر او پلاوي سره ملاقات وکړ. په ناسته کې د کانونو وزیر شیخ شهاب الدین دلاور هم ګډون درلود.

د ملا برادر اخوند د دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په ناسته کې پر هغو مواردو بحث وسو پر کومو چې لمخکې توافقات شوي دي، او اوس عملي کولو ته اړتیا لري.

ملا برادر اخوند د افغانستان اوسنی وضعیت ښه فرصت بللی دی او د افغانستان له اړخه یې پوره چمتوالی څرګند کړی دی او د ټولو اړوندو هیوادونو سره یې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د خبرپاڼې سره سم ټاکل شوې چې د ټاپې پروژې د رهبرۍ کمیټې غونډه به په عشق اباد کې ترسره شي، چې د افغانستان له اړخه به یې مشري ملا برادر اخوند کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx