نړۍ

شنونکي: د ملګرو ملتونو ۷۷ یمې غونډي ته د افغانانو حقونه نه دي منعکس شوي

نن ټکی اسیا ( یکشنبه، ۳ تله، ۱۴۰۱ل ): د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ۷۷ یمه غونډه چې له تېرو دریو ورځو را په دېخوا په نیویارک کې روانه ده او ټاکل شوې چې سبا ورځ دوشنبه پای ته ورسېږي، پکې د افغانستان استازی حضور نه لري.

بلخوا ا.ا.ا وایي چې د افغانستان د استازي په نشتون کې د دې هیواد په اړه څرګندوني د یو طرفه دريځ نیولو په مانا دي چې د افغانانو استازیتوب نه شي کولای.

د ا.ا.ا مرستیال ویاند ” بلال کریمي” په دې اړه وایي: ( په ملګرو ملتونو کې چې د افغانستان په اړه کومي څرګندوني شوې او یا کیږي، د افغانانو حقونه په کې نه دي منعکس شوي.)

د ښاغلي کریمي په خبره چې هلته باید د نړیوالو قوانینو له مخي د افغانانو ټول حقونه ورکړل شي څو افغانان له خپل دریځ څخه خبري وکولای شي او هم له خپلو حقونو څخه په خپلواک ډول دفاع وکړلای شي.

د نوموړي په وینا که افغانانو ته په ملګرو ملتونو کې خپل استازیتوب ورکړل شي، بندیزونه، ختم، تور لیستونه له مینځه یووړل شي او د ا.ا.ا د رسمیت پیژندني په اړه ګامونه پورته شي، دا به ښه ګام وي خو چې د افغانانو استازی هلته حضور نه لري او د افغانستان په اړه یو طرفه څرګندوني کیږي او موقفونه نیول کیږي دا د افغانانو استازیتوب نشي کولای.

په ورته مهال د سیاسي چارو ځیني کارپوهان د افغانستان لپاره دې غونډي ته بېلابېل نظرونه لري:

ځیني وایي چې په دې غونډه کې د افغانستان په ستونزو د ډېرو هیوادونو د مشرانو خبري کول او له افغانستان سره په بشري مرستو ټینګار د افغانستان په ګټه خبري وې.

خو د چارو یو شمېر نور کارپوهان بیا وایي چې په داسي حال کې چې د ملګرو ملتونو په ناسته کې د افغانستان استازی نه وه، د افغانستان لپاره د دې غونډي تر ګټو زیان ډېر وه. د سیاسي چارو کارپوه عبدالواسع قانع وایي چې یادي غونډي افغانستان ته ځکه ګټه نه درلوده چې هیڅ هیواد افغانستان ته کوم مثبت موقف څرګند نه کړ بلکه زموږ په اړه منفي څرګندوني وشوې او موږ ور څخه دفاع ونه شوای کولای. نوموړی وایي چې موږ یو ځل بیا نړۍ ته د خطرناک او بې کفایته هیواد په توګه ور وپېژندل شولو او زموږ په اړه نورو خلګو خبري وکړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx