افغانستان

طالبانو د لسګونو ملکي کسانو په وژنه تورن مهم اربکی قوماندان و واژه

نن ټکی اسیا(چهارشنبه، زمري۲۴مه، ۱۳۹۳ل):د کندوز په خان اباد ولسوالۍ کې د لسګونو بې ګناه ملکي وګړو په وژنو کې په لاس لرلو تورن  مشهور ټوپکی او اربکی قوماندان د طالبانو له لورې د مخامخ نښتې پر مهال له دریو نورو ملګرو سره یو ځای و وژل شو.

د کندوز د امنیه قومندانۍ ویاند سید سرور حسیني هم ومنله، چې قدیرک له خپلو دریو ملګرو سره یو ځای د طالبانو په یوه مخامخ برید کې وژل شوی.

اربکی قوماندان «قدیر» چې په «قدیرک» سره مشهور و او په سېمه کې په رنګارنګ جنایتونو ، شوکو، غلاوو او وژنو کې ښکېل بلل کېده او د حکومت او امنیتي ځواکونو تر چوکاټ یې ځان وتلی او خپلسری باله بالاخره د طالبانو له لورې په یوه برید کې له منځه لاړ.

د قدیرک نوم وروسته له هغې رسنیو ته لاره ومونده، چې د تېر کال په سنبله میاشت کې یې د کندوز ښار ته څېرمه په کنم سېمه کې لس تنه بې ګناه ملکي وګړي شهیدان او اوه تنه نور سخت ژوبل کړل.

ویل کېږي، چې نوموړي وروسته له هغې په دغه جنایت لاس پورې کړ، چې د کنم سېمي په مربوطاتو کې یې یو وسله وال کس د طالبانو له لورې ووژل شو. نوموړي له پېښې سمدستې وروسته په دې ډول د خپل وژل شوي ملګري غچ له کلیوالو واخیست.

د سېمي خلک له مودو مودو راهیسې د قدیرک قوماندان له ټوپکمارو وسله والو سخت په تنګ شوي ول او وخت نا وخت یې د رسمي مقاماتو تر څنګ طالبانو ته هم د نوموړي قوماندان له شره د خلاصون په پار فریاد او زارۍ کولې.

د سېمي یوه اوسېدونکي د نوم د نه ښودلو په شرط وویل، چې قدیرک له پخوا راهیسې په سېمه کې په ظلم او خپلسرۍ مشهور و.

د نوموړي په خبره قدیرک لومړی یو پخوانی جنګسالار و؛ خو په دې وروستیو کې يې د د کورنیو چارو وزارت په اډانه کې د خان اباد ولسوالۍ د افتاش او کنم سېمو د امنیت د اربکیانو یا محلي پولیسو پروژه اخیستې وه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له رسنیو سره په اړیکه کې د قوماندان قدیرک او د هغه د دریو ملګرو د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست.

نوموړي  ویلي، چې قدیرک په سېمه کې د بې ګناه ملکی کسانو په وژلو او کړولو کې ښکېل و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حمدالله

د نن ټکی آسیا درنو ورونوته سلامونه او نیکی هیلی!
درنو لمړی مو چه کوم انځور پدی خبر کښی نشر ته سپارلی دی دا انځور د قدیرک ندی بلکی د نبی ګیچی د قلعذال قومندان دی او بله خبره داده چه د طالبانو په برید کښی وژل شوی قومندان قدیرک د کلچی
دی او د خان آباد قدیرک بیا بل کس دی مننه.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x