نړۍ

بنګله دېش کې د کښتۍ د ډوبېدو له امله ۲۴ کسان مړه شوي

نن ټکی اسیا ( یکشنبه، ۳ تله، ۱۴۰۱ل ): د بنګله دېش چارواکي وایي چې د دې هیواد د بودا ښارګوټی ته نږدې د “کاراتویا” په سیند کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله ۲۴ هندو زیارت کوونکي مړه شوي دي.

د چارواکو په وینا په کښتۍ کې ۵۰ تنه زیارت کوونکي ناست وه، چې یوه لرغوني معبد ته د تګ په مهال یې کښتۍ ډوبه شوه.

د دې هیواد د پولیسو یوه مشر چې شفیق الاسلام نوميږي، د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي: ( ۲۴ مړي مو ایستلي دي، د اطفایې مامورین او لامبو وهونکي د نورو مړو د پیدا کولو په لټه کې دي.

همدارنګه د سیمه ایزو رسنيو په حواله لږ تر لږه لس تنه ژغورل شوي او روغتون ته انتقال شوي دي.

په دې هیواد کې ډېر ځله د کښتیو د ډوبېدو علت د کښتیو د محافظتي سیستم خرابوالی وي.

د یادوني ده چې په دې هیواد کې زرګونه هندوان د “بودشواري” معبد زیارت ته ځي. نن ورځ یکشنبه په بنګله دېش کې د هندوانو لوی جشن ” درګا پوجا” پیل شوی او په دې ورځ هم زیات هندوان یاد معبد ته ځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx