شعـــــرونه

د ګلبڼ اوونيزه فی البدیهه مشاعره

راټولونکی: محمد حسن عمري

۱۴۴۴/صفر/۲۴

(دګلبڼ اونېزه مشاعره) تر سر لیک لاندې پۀ یوه شاعرانه محفل کې یوه لۀ ښکلا ډکه مشاعره تر سره شوه! چې انتخابي بیتونه یې لاندې راوړل شوي دي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بیت!
چې پۀ مخ دې د خط لیکه دوتا راغله
ګــوره مــخ لــره دې تــوره بـلا راغـلـه
ارواښاد عبدالحمید بابا (رح)
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

تـه مـې ونیسـه یـوه شېبه په غیږ کې
که لۀ بخت سره مې جوړه په دا راغله
مستغفر ګربز

زه خـزان وهلـې پـاڼـه یـم ځـنګېږم
چېرته لرې به مي یوسي هوا راغله
چنار ټکور

زړه مې ټول ؤ د بېلتون تیارو خوړلی
ستا د سترګو له څراغه رڼا راغله
انس حقاني

چې ځواني شوه په ترخو شېبو کې ختمه
خوشحالي بل ځای ایساره وه، بیا راغله
مهاجر ذاهد ساپی

د ممبر سقوط د حق په نعره مات شو
بپا سپېڅلې مرحله د ملا راغله
اکرام الدین مفتون

کروندې مې چې خړوبې کړي په اوښکو
زما مجنون کلي ته ورکه ليلا راغله
هاشم ذاکر مهاجر

په بڼو چې د خپل يار پر زړه دستک کا
بې نوا ته دا عجبه نوا راغله
نور قانع

تا وېل ګل وغوړېدۀ او ما وېل نۀ نۀ !
دا زما د يار په شونډو موسکا راغله !
منصور غزنوي

ستا د زلفو خوشبويي مې پکې حس کړه
پـه لــونګو مـعـطره هــوا راغله
احمدالله نثار

یوسف مخیه مادی خدای لتانه ځارکړی
نن مې چاته پر خوله داسې دعا راغله
عنایت عرفان

ښۀ ژور مې ورته وکتل بیا ځکه
په یو چا باندې مې مینه دۀ چا راغله
نسیم منصور

زه تر اوسه پوري مړي غوندي پروت وم
ته چي راغلې پۀ وجود کي مې سا راغله
حنیف مظهري

درته ومې کتل ټول باڼۀ دې نېغ شول
تقابل ته مې بیا ټوله دنیا راغله
جانان خدرخېل

د سرسام غوندي مي ټول حواس ګډوډ شوه
آسماني ټکه له هسکه پر ما راغله.
عبدالغني وفا

نه دې زړۀ غواړم نه زۀ زړۀ درکومه
اې! پر دغه انصاف زښته خندا راغله
عزیزالرحمن ایاس

پۀ دوه ټکو دې زما مینه ځواب کړه
ولې-ولې دې لۀ لوري نا-نا راغله
جهادي عمري

د زړه صبر ته کاذبې هیلې ورکړم
د البرز غره نه د مینې عُنقا راغله
عبدالوهاب مومند

جوش اوشرنګ دژوندانه خاموشه سوی
نـــــــــور دمــــــیني محبت انتفا راغله
مولوي مأمون

هله ټینګ مې غېږکې نیسه نسکورېږم
د بېلتون څپه لالیه په ما راغله
عمر عمري

بيا دې نوم  مجلس کې ياد شو، نۀ پوهېږم
چې پۀ زړۀ باندې مې ولې درزا راغله
بشارت روحاني

ستا تصویر ته مې در وکتل لالیه
یوه څړیکه د زړګي په نڅا راغله
نبیل شباب

د تهذیب د ښارییې مقدس یاره
بیا مې مړ کړه که مې مینه پر چا راغله
عنایت عرفان

سـتا د عشق کېنسر مي زړه ته لاره وکړه
زما پر تن باندي د هجر وبـا راغله.
عبدالغني وفا

چې مې یادکړلې دحسن په تفسیرکې
راتــــه ستـــا دښـــکلی نوم مُعَمَّا راغله
سیحان کندهاری

دسپوږمۍ ښکلا يې نوره کړه دوه چنده
چې په شور توره تیاره دۀ بیګا راغله
نقیب الله حنیف

هم شروع په تا  هم ختم یې پرتا کړم
زما کلام کي بس همدا ځانګړتیا راغله
مولوي مأمون

ته ترې لاړلې زما هم نۀ ؤ پۀ کار نور
بس پۀ ژوند مې ستا پۀ تلو چليپا راغله
بشارت

اشنا دوه سترګې دې غلې را پۀ زړۀ شوې
د درد لیکه مې د زړۀ تر کلا راغله
جهادي عمري

ډک محفل کې دې چا نوم واخست رایاد شوې
ځکه غلی شوم خندا کې ژړا راغله
همت کوچی

نن مې بیا ستا د دیدن اَوْراد ویلي
که په خوب کې دې جانانه لِقاء راغله
حامد ناصَر

ډېره تږې وه د ژوند د ښکلا هیله
طالب جانه تاته ځکه وېسا راغله.
راشد جالب

ټولې هيلې اميدونه به شي خاورې
که دا ستړې قافله دې په شا راغله
عاطف لاروی

سپومۍ نیمه پۀ وریځو راښکاره شوه
که پۀ شونډو د پی مخو مسکا راغله
عبدالستار رسان

ستا د مینې له اخلاصه معلومېږي
ښکاري ما کې هم جزبه د وفا راغله
عبدالله تېزاب

د نړۍ د پایښتونو وه جوړښت ته
ادم راغلی جنت جوړ سو حوا راغله
عنایت عرفان

بیا به هیڅ کله ګناه درڅخه نشي
که په سترګو کې دې لږه حیا راغله
هاشم سادات

علم ډېر ؤ چي القاب دۀ عالم کم وه
علم ولاړ چي دۀ القابو وبا راغله
م امان الله مستغفر

هسک د عشق اسمان دې دا ځلې راړنګ شي.
که قرآنه بې له تا ارتقاء راغله.
راشد جالب

شاهانه خوندونه ټول په بلقیس ړنګ شول!
چې حضور ته د نبي په طِلا راغله!
منصور طالب

د عدم په تاریکۍ کي دنیا نغښتي
ستا له سترګو دوجود تجلا راغله
مولوي مأمون

چي سپين مخ دمحمد پکي پيداسو
هغو غرونو ته عجيبه ښکلا راغله
الحاج احمدي

د جانان ظهور ته ټول کاینات خوښ شوه
د لبیک نعره له ارضُ سما راغله.
عبدالغني وفا

تاريکۍ د جهالت يې کړه نابوده
د توحيد رڼا له غارِ حرا راغله
اديب جواد

ستا نه مخکې خو دجهل توره شپه وه
ته چې راغللې دنیا ته رڼا راغـــله
مهاجرمسجون

ښایستونه دجهان شوله مخ پټي
چې دنیاته دې جانانه ښکلاراغله
سباؤن ریحان

ما درودونه  سلامونه  ور ډالۍ کړل
چي اذان کي مي نامه  داشنا راغله
شـــفق

جمهوريت چې دې هېواد ته پېښه وکړه
وحشت راغى فساد راغى ګناه راغله
اکرام الدین مفتون

د زلمو سرونو لَو مو ورته وکړ
ازادي د وینو سرو په بها راغله
راشد کامران

شل کلن زخمونه ګوره ټکوریږي
د طالب په نوم درمل او دوا راغله
عاکف مهاجر

د ملا صیب خبره مې په یاد شي
خپلې ماتي پسې ټوله دنیا راغله
ذاکر ریان

فتحه راغله خو ته نوې ځواني مرګه
په مزار دې تیریدمه ژړا راغله
هاشم سادات

تېر ژوندون ېِ بیرته زیات کړه په ژوندون کې
خدایه!  اوس افغانستان ته اروا راغله
رحمت الله ګرم

دشهیدجانان ټوک ټوک بشریې ؤکوت،
غلنۍ یې سـره لاسونه مورا راغـله
جلات مزمل

پکې نوم چا دشهید ملګري واخیست
په مجلس باندې ناڅاپه چوپتیا راغله
محمودي انصار

بيا به هم درته زاړه ياران ولاړ وي
بيا که لږه يو څه سخته په تا راغله
عاطف لاروی

د جهاد له بریا وروسته نور خو څه کړې
آن پښو ته چاپلوسي په نڅا راغله
احمدګل ریان

په لمانځه کې مې پیاد شوې سوچ خراب شو
په ثواب کې مې ومخته ګناه راغله
عزیزالرحمن ایاس

ښکلي ډېر وو دنیا ډکه وه له ښکلو
خو زما یوازې مـــــــینه په تا راغله
همت کوچی

زړۀ مې غوښتل چې دې ونیسم په غېږکې
خو له خپلې ملایي نه حیا راغله
جانان خدرخېل

نه رقیب شولو دتورو خاورو لاندې
او نه یاره چیرته تا کې وفا راغله
مهاجرمسجون

خر لۀ باره ده لويدلی نه له تيزه
دې دوستم ته مې عجبه خندا راغله
هاشم ذاکر مهاجر

خوار ملت سره دې کله مرسته کړې؟
هاپرون خودې د يولک تنخوا راغله
ساجد غزنوي

د ملګري په واده کې غلی ناست یم
خپلې مینې ته مې سخته ژړا راغله
حنیف حیران

زهر وخوره، یا د عشق کارونه پرېږده
پۀ ډولۍ کې دې پینځمه لیلا راغله
جهادي…

پای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx