
دانشگاه کۀ پوهنتون؟ د یادو او دې ته ورته نورو کلمو اساسي حل لاره څه ده؟
لیکوال: تمهید سیلانی
د افغانستان علومو اکدمۍ ته!
له څو ورځو را په دېخوا یو ځل بیا د (( دانشگاه او پوهنتون )) کلمې په ټولنیزو رسنیو کې خوله په خوله کيږي او د افغانانو تر منځ یې حساسیتونه را پارولي دي. غواړم د یادو شویو کلمو او دې ته ورته نورو کلمو د تجویز او مخنیوي لپاره یوه اکدمیکه طرحه وړاندې کړم، ترڅو په اساسي بڼه یادې ستونزې له منځه ولاړې شي او د پرديو کلمو د راتګ او فرهنگ مخنیوی وشي.
زه شخصآ د ژبپوهنې د یو محصل په توګه د (( دانشګاه )) په کلمه کې د ژبپوهنې له اړخه کومه ستونزه نه وينم، لیکن دا چې په افغانستان کې ولې دا کلمه دومره حساسیت پارونکې ده لامل یې ددې کلمې تر شاه سیاسي، ژبنيز، سمییز او قومي مسایل ټومبول شوي دي، تر دې هاخوا دا یو عادي ژبنیز ترکیب دی چې زموږ په پارسي دري ژبه کې دې ته ورته ډېر نور ترکيبونه هم موندلی شو.
د لوړو زده کړو وزارت د یو با صلاحیته علمي مرجع په توګه پرون د يادې موضوع سپیناوی وکړ، زما په آند تر ډېره مستنده او قانوني برخه یې داوه:” د تحصیلاتو په قانون کې د (( پوهنتون)) کلمه پېژندل شوې او ثبت ده، نه د ((دانشګاه))”، نو په دې اساس اوس خبره د قانون شوه، که چېرې نورې کلمې د پوهنتون تر څنګ ضمیمه کيږي لومړی باید د تحصیلاتو قوانین تغیر شي.
اوس خبره داده چې یوازې یادې کلمې نه دي چې د افغانستان په تعریف شوي قوانینو کې نشته بلکې نورې ډېرې کلمې او اصلاحات هم شته چې په پښتو او پارسي دري ژبه کې کارول کيږي، اما دا چې په قومي او سیاسي بحث کې نه مطرح کیږي څوک يې پر وړاندې حساسیت نه ښيي، نو ددې لپاره باید د حل اساسي لاره ولټول شي.
حل لاره
د افغانستان د علومو اکدمۍ، لوړو زده کړو، پوهنې او اطلاعات و فرهنګ وزارتونو په هماهنګي دې د علومو اکدمۍ په مرکز کې د پارسي او پښتو ژبو لپاره د ژبپوهنې یو انستیتوت يا د ژبپوهنې نړیوال مرکز تاسیس شي، چې ددې مرکز یوه برخه دې د افغانستان د ملي ژبو د نیولوګېزم لپاره ځانګړې شي او په دې ژبنیز مرکز کې دې د افغانستان د ټولو پوهنتونونو متخصصو استادانو ته عضویت ورکړل شي، تر څو د نورو ژبپوهنیزو فعالیتونو تر څنګ خپلو ژبو ته نوي کلمې را جوړې کړي.
د پښتو څانګې د غنا مندۍ او پراخ بنسټيزو فعالیتونو لپاره د پېښور او هند له اکدمۍ او پښتو څانګې سره د یو لړ تړونونو له مخې کولی شو متخصص کادرونه د یاد مرکز د غړو په توګه و منو ترڅو پښتو ژبې ته د افغانستان له محدودې پرته د معیاري کېدو علمي هڅې وشي. همدا کار د پارسي ژبې لپاره هم ترسره کولی شو، تر څو زموږ فرهنګ، ژبه او ادبیات سمییز او د نړیوالتوب په لور پرمختګ وکړي.
کله چې یاد نړیوال مرکز تاسيس شي او خپلې چارې پيل کړي، نو د یادو وزارتونو په وړاندیز به د اقتصاد، ماليې او خارجې وزارتونو سره د يو تړونونو له مخې خپل فعالیت مخته وړي، له تړون وروسته به د افغانستان هېڅ وزارت خانو کې پردۍ کلمې نه کارول کيږي، په ځانګړې توګه په اقتصاد وزرات کې، هغه دا چې د هر بهرني وارد شوي توکي څخه مخکې له دې چې بازار ته وړاندې شي، ددې مرکز لخوا نوم کېښودل کيږي او زموږ د ژبو پۀ نومونه به یې افغانان پېژني او پېري به یې. ددې ترڅنګ به مو دواړه ژبې په ملي، سياسي او نړیواله کچه مطرح شي.
په کار سره به مو له یوې خوا د بهرني فرهنګ او ژبنیز یرغل مخ نیولي وي لۀ بلې خوا به مو د افغانانو تر منځ د نفاق حساسیتونه له منځه وړي، ددې ترڅنګ تر ټولو لویه لاسته راوړنه به مو دا وي چې زموږ ژبې به په ملي، سمییزه او نړیواله کچه مطرح شي او ژبې به مو د فرهنګ او سیاست ژبې شي.
د یادې طرحې د تطبیق لپاره یو ځانګړې بودیجه پکار ده، په تېر نظام کې باید دا کار شوی او ما شخصآ څو ځلې حتی تر چارواکو ته دا غږ ورساوه، مګر هغه مهال زموږ اکدمیک اشخاص پيسو او شهرت لیوني کړي و، څوک د ژبې او وطن له درد څخه نه ځورېدل.
درنښت! سیلانی
هسې د ځان په تکليف کړئ دئ. دا مساله ډېرهمخکې حل ده . هر ملک او پلنه ملي مصطلحات او ترمينالوژي لري . افغانستان يو کثيرالميته ټولنهده ، چې ډېری ژبې او ماينونه پهحې وجود لري . خو په هر ملک کې دا اصل دئ چې ملي اصطلاحات او نومونه به په ملي ژبه يعنې د اکثريت په ژبه وي . دلته پښتانه ۷۵٪ دي ، نو طبعاا به په پښتو ژبه ملي نومونه ، انستيتوتونه او اورګانونه نومول کيږي او ټول اقليتونهيې بايد زده او قبول کړي . د دانشګاه ،دادستان ، بيمارسنان ، شهرداري ، استان ،دبيرستان اصطلاحات… نور لوستل »