ټولنیزه برخه

لیکنیز دعوت‎‎

ضیاء الرحمن حمزه

د لیک او لیکوالی له لارې دعوت یو له مهمو ډګرونو څخه دی او که لږ ځیر شو نو را معلومه به شي چې لیکوالي نه دا چې د دعوت یو مستقل ډګر دی بلکې د دعوت نور ډګرونه هم لیک او لیکوالۍ ته ځینې وختونه اړ دي له همدې ځایه ده چې باید د لیکوالۍ له اصولو سره آشنا او د لیکوالی د فن په زده کړې سره لیکنیز دعوتي ډګر فعال وساتو ځکه په ننۍ نړۍ کې مونږ په ډیر کم لګښت سره کولای شو چې د دعوت غږ د ټولنیزو رسنیو، اخبار، مجلې،او نورو له لارې تر نورو ورسوو، له همدې امله د لیکوالی له فن سره آشنا کیدل اړین دي
لیکوال چاته وایي؟
هغه څوک چې خپل فکر، تجربې، اوریدنې، تحلیل او کړنې د لیک په واسطه خپلو هم مهالو او یا راتلونکو نسلونو ته د میراث په توګه پریږدي.

څنګه لیکوال شم؟

یې ولیکئ لکه څنګه چې خبرې کوی، ګونګ لیکل مه کوئ، لیکنه لنډه کوئ، بې ځایه او پردي لغات مه کاروئ چې لوستونکي قاموس ته اړ کړي او د خپل مخاطب په پیژندو سره په مورنۍ ژبه لیکنه کوئ.

مونږ ټول لیکو ته اړتیا لرو: د خبرو په څیر لیکلو ته هم اړتیا لرو، له همدې امله ویره له منځه یوسئ او خپل افکار لیکئ، زمونږ ډیرو عالمانو خپل علم په کفن کې له ځان سره یوړو چې له ویرې او یا د نه پاملرنې له امله یې لیکنې ونه کړې. دا هم باید په یاد ولرو چې تر ویلو لیکل ګران دي خو که بې له ویرې خپل افکار د قلم په مټ زر ولیکو په وخت سره به ستونزې حل شي.

څنګه په لیکلو ځان روږدئ کړو؟ : کله چې لیکنه کوئ په ځان پسې ساعت قید کړئ، کیدای شي لومړی لیکنه چې د څه شي په اړه کوئ له تاسو څخه لس دقیقې ونیسي، بیا د هرې ورځې په تیریدلو سره دغه وخت ډیر کړئ او خپل فمر او احساس ولیکئ، دا عمل په پرلپسې ډول تر سره کړئ په پایله کې تاسو ورو ورو له لیکنو سره روږدي کیږئ.

بیا بیا کتنه: په خپله لیکنه کې څو ځله کره کتنه وکړئ او له څو ساعتونو وروسته یې بیا وګورئ په دې سره خپله لیکنه کې ډیر اصلاحات را منځ ته کړئ .

قلم او کتابچه ولرئ: قلم او کتابچه باید هر وخت درسره وي، کله مو چې څه ذهن ته څه راغلل او یا مو کومه پیښه ولیده سمدلاسه یې ولیکئ ځکه که مو پریښودل یا به مو هیر شي او یا به مو زړه نه غواړي چې ویې لیکئ البته که څیړنه وه بیا وخت ورکولای شئ.

د نورو پیروي وکړئ: د غوره او مشرانو لیکوالانو تقلید وکړئ داسې مثبت تقلید چې په راتلونکي کې په تاسو کې د لیکوالۍ ځانګړنې پیدا شي.

له ستونزو مه ویریږئ: د لیکوالۍ او لیکنې پر مهال له ستونزو مه ویریږئ بلکې مخ پر وړاندې درومئ.

یو ځل لیکنه په لوړ غږ ولولئ: کله مو چې لیکنه وکړه لومړی یې له خپله ځانه سره او یا ملګري ته په لوړ غږ ولولئ او لیکنه مو اصلاح کړئ

هیله ولرئ: خیر، که لیکنه مو په لومړیو کې ګونګه او څه نیمګړتیا وي لیکنه مه پریږدئ بلکې کله مو چې لیکنه پای ته ورسوله وروسته یې په بیا بیا لوستلو په آسانۍ سره اصلاح کولای شئ.

له اصلاح څخه مه ویریږئ؛ د خپلې لیکنې له کره کتنې او اصلاح څخه مه ویریږئ، ستاسو شخصیت بیل او لیکنه بیله ده او کره کتنه ستاسو لیکنې ته ارزښت ور په برخه کوي.

مه خفه کیږئ: د چا په کره کتنه مه خفه کیږئ او د هر چا په ستاینه مه دوکه کیږئ، ځکه دا مود راتلونکي پر مختګ په لار کې خنډ ګرځي، له همدې امله د کمال په لوري اوسئ.

له خپله ځانه پوښتنه وکړئ: تر لیکنې د مخه فکر وکړئ چې آیا زما دا لیکنه اړتیا لري؟ آیا د خلکو لپاره اوسني حالت کې ګټه رسوي؟ آیا زما لیکنه له اسلامي اصولو سره برابره ده؟

مواد ټول کړئ: خام مواد را ټولول اړ ترتیب وروسته طرحه جوړه کړئ او د لیکنې پلان جوړ کړئ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx