دیني، سیرت او تاریخ

مسجد ضرار (ضرار مسجد)

لیکوال: احمد الله عاطفي

قال الله تبارکه وتعالی:وَالَّذِينَ اتَّخَذُوا مَسْجِدًا ضِرَارًا وَكُفْرًا وَتَفْرِيقًا بَيْنَ الْمُؤْمِنِينَ وَإِرْصَادًا لِّمَنْ حَارَبَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ مِن قَبْلُ ۚ وَلَيَحْلِفُنَّ إِنْ أَرَدْنَا إِلَّا الْحُسْنَىٰ ۖ وَاللَّهُ يَشْهَدُ إِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ . (۱۰۷)

لَا تَقُمْ فِيهِ أَبَدًا ۚ لَّمَسْجِدٌ أُسِّسَ عَلَى التَّقْوَىٰ مِنْ أَوَّلِ يَوْمٍ أَحَقُّ أَن تَقُومَ فِيهِ ۚ فِيهِ رِجَالٌ يُحِبُّونَ أَن يَتَطَهَّرُوا ۚ وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُطَّهِّرِينَ. (۱۰۸)

ژباړه:او هغه چي جومات ئې دضرر، کفر، دمؤمنانو تر منځ دتفریق(وسیله) او هغه چاته مورچل ګرځولی چي تر دې مخکي له الله او دهغه له پیغمبر سره جنګیدلی، او حتماً په تاکید سره لوړه کوي چي له ښیګڼي پرته مو دبل څه اراده نه وه کړې، او الله او الله ګواهي ورکوي چي دوی له شکه پرته دروغجن دي.(۱۰۷)

هیڅکله مه پکي ودریږه، بې شکه چي هغه جومات تر ټولو غوره دی چي پکي ودریږې، چي له لمړي ورځي دتقوی پر بنسټ جوړ شوی، په هغه کې داسي میړني دي چي پاکیدو ته لیوالتیا لري،او الله داسي ځان پاکونکي خوښوي.(۱۰۸)

دابو عامرښکاره دسیسي او توطعي یو دبل پسي خنثی او ناکامه شوي،ده دشیطاني چال په چلولو غوښتل یو ځل بیا د مسلمانانو په منځ کې دیو مذهبي مرکز(مسجد) تر سیوري او نوم لاندي خپل شیطاني پلانونه عملي کړي او د بغاوت لپاره زمینه برابره او دمسلمانانو په خلاف له دي لاري هر اړخیز فعالیت وکړي.

دمدینې منوري په حدودو کې دقبا سیمه کوم چې دسیدنا حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) دهجرت دقیام لمړی ځی و، بني عمرو بن عوف خلکوچې د دي ځی ملکیت ئې درلود د قبا مسجد په نوم بنیادونه په پیرزویني او تقوی کیښودل ، په دي مسجد کې سیدنا حضرت رسول الله(صل الله علیه وسلم) لمونځ آدأ کړ، دا په مدینه منوره کې لمړی مسجد دی چې اباد شوی.

بني غنم بن عوف خلکو دکیني او حسادت له امله چې د بني عمرو بن عوف سره ئې درلوده په پته د دي مسجد په خلاف ول.

ابو عامرچې تر پایه داسلام په خلاف د دښمني په اور کې وریتیده، په شام کې غسانیان او دروم قیصر دیته آماده کړ چې په مديني منورې پریکنده یر غل وکړي، تر څو مسلمانان له هغه ځایه وباسي.

ابو عامر دروم امپراطور قیصر او دغسانیانو واکمنو ته ټټر وهلی و، چې دی په مدينه منوره کې زیات پلویان لري او د جنګ په صورت کې د دوي په خواکي ودریږي.

ابو عامر چې د مدیني منورې له منافقینو سره خط او کتابت درلود، د داسي شیطاني توطعي نقشه جوړه کړه چې خپلو معتمدو منافقینو ته ئې دنده ورکړه ترڅو په سیمه کې د مسجد په نوم داسي ودانۍ جوړه کړي چې په ظاهره مسجد چې دعبادت لپاره وي خو په باطن کې د اسلام د دښمنانو د غونډو، تجمع او پریکړو مرکز وي.

دابو عامر دولسو تنو ملګرو او په ځینو روایتونو کې پنځه لس تنه ذکر شوي خو ابن اسحق او یو شمیر نورو مفسرینو او سیرت لیکونکو دا دولس نومونه لیکلي.

۱ – ثعلبة بن حاطب.

۲ – ومعتب بن قشير.

۳ – أبو حبيبة بن الأذعر.

۴ – عباد بن حنيف.

۵ – جارية بن عامر.

۶ – مجمّع بن جارية.

۷ – زيد بن جارية.

۸ – نبتل بن الحارث.

۹ – بجاد بن عثمان.

۱۰ – وديعة بن ثابت.

۱۱ – خذام بن خالد.

۱۲ – د بني ضبيعة له قوم نه بحزج .

د شیطاني نقشي په پلې کولو کې دوی د بني غنم بن عوف خلکو له احساساتو هم ګټه واخسته چې د قبأ مسجد په نوم ئې دبني عمرو بن عوف له خلکو سره درلوده.

د ابو عامر په لار ښوونو ودانۍ جوړه شوه چې تاکید شوی و خلکو ته په ظاهر کې څرکند کړي چې دا مسجد د عبادت لپاره په دي خاطر جوړ شوی چې دلته کمزوري او ضعیف خلک لمونځ ادأ کړي چې قبأ مسجد ته د تګ توان نه لري.

دویم : باید په دي ودانۍ کې حضرت رسول الله(صل الله علیه وسلم) لمونځ ادأ کړي، تر څو خلک باور وکړي چې دا ودانۍ د حضرت رسول الله(صل الله علیه وسلم) په سجدي لګولو سره برکتي شوی ، بیا په همدي پلمه څوک نه متوجه کیږي،چې دلته څه روان دي.

دابو عامر د نقشي سره سم یو شمیر خلک، حضرت رسول الله(صل الله علیه وسلم) خدمت ته حاضر شول عرض ئې وکړو چې دقبأ مسجد ودانۍ کوچنۍ وه دکلي ټول خلکو کنجایش پکې ممکن نه وو او هم کمزوري، ضعیف او ناروغانو ورتګ مشکل وو، په باد او باران کې دا ستونزه څو برابره کیده، په همدي خاطر مونږ ضرورت درلود چې یو بل مسجد ودان کړو تر څو موږ ته اساني او دټولو خلکو لپاره پراخ ګنجایش وي، د همدې دلایلو په ویلو ئې غوښتنه وکړه چې دې مسجد ته تشریف راوړئ یو لمونځ پکې ادأ کړي تر څو ستاسو په لمونځ برکتي شي.

دتاریخ اسلام په روایت:حضرت رسول الله(صل الله علیه وسلم) دمسلمانانو دلښکر په راس کې له مديني منورې یوساعت منزل وروسته (زی روان) سیمې ته رسیدلی و چې منافقین راغلل، عرض ئې وکړ موږ مسجد جوړ کړی تاسو تشریف راوړي په دي مسجد کې یو لمونځ ادأ کړئ چې دا مسجد هم د درناوی وړ وګرځي.

حضرت رسول الله(صل الله علیه وسلم) دزیات مصروفیت له امله چې د تبوک غزا لپاره دسفر لاري چاري برابرولي، د دوی په ځواب کې وفرمایل: اوس خو په سفر روان یم چې بیرته ستون شوم بیا به سره وینو.

حضرت رسول الله(صل الله علیه وسلم) دتبوک غزا لپاره اوږد سفر پیل کړ، کله چې بیرته بریالی ستنیده الله سبحانه وتعالی ورته د مسجد ضرار ټول حقیقت روښانه څرګند کړ.

دروایتونو په بنأ حضرت رسول الله(صل الله علیه وسلم)مدينې منورې ته له رسیدو وړاندي، چې څوک ئې یوه ورځ مسافت او ځینې له یوې ورځي کمه فاصله او ځيني یو ساعت واټن بولي قیام وکړ،ځینو د دې ځی نوم ( ذی اَوان یا آروان) چې له مدينې منوري سره په کمه فاصله کې پروت دی هلته دا مبارک آیتونه نازل شول چې دې ودانۍ ته ئې مسجد ضرار خطاب وکړ.

حضرت رسول الله(صل الله علیه وسلم) دمسجد ضرار دنسکورولو او سوزولو په غرض یو څوتنه صحابه وو(رضی الله عنهم) چې عبارت دي له مالک بن دُخْشُم، مَعْن یا معین بن عَدی یا د عدي ورورعاصم بن عدی،عامر بن سکن او وحشي د حضرت حمزة بن عبد المطلب قاتل او ځینې نور نومونه هم یادشوي، دویته ئې ته دنده ورکړه چې زما له رسیدو وړاندي دغه ودانۍ چې دمسجد ضرار په نوم ونومول شوه له بیخه ړنګه، او وسوزوي.

یاد صحابه ئې کرام په بیړه ځانونه ورسول ،مسجد ضرار ئې له بیخه ونړوو او اور ئې ورته کړ، کله چې حضرت رسول الله(صل الله علیه وسلم) دلته رسیدو د مسجد ضرار نوم او بنسټ هم له منځه تللی و.( قرطبي او مظهري)

مظهري دا روایت هم نقل کړی ، کله چې حضرت رسول الله(صل الله علیه وسلم) دلته ورسید دمسجد ضرار ودانۍ نوه بلکه یو ډاګ و،حضرت رسول الله(صل الله علیه وسلم) عاصم بن عدي ته اجازه ورکړه که غواړي دلته ځان لپاره ودانۍ جوړه کړه، هغه عرض وکړ، دکوم ځي په اړوند چې دقرآنکریم آیتونه نازل شوي او هغه ئې په ضرار نومولي زه نه خوښوم چې هلته ځانته کور جوړ کړم، زما مشوره دادی چې ثابت بن اقرم(رضی الله عنه) چې هیڅ کور نه لري دلته کور جوړ کړي، صلاح په همدې وشوه خو تر کومه چې ثابت بن اقرم(رضی الله عنه) دلته ژوند اختیار کړ تر پایه ئې نه او لاد وزیږید او که وزیږید ژوندی پاتي نه شو.

په ځینو روایتون کې دا ځی ډیران او په ځینو نورو روایتونو کې چې دلته کوم لرګي پاتي و په خواکې داوسیدو ودانۍ جوړه شوه خو تر پایه نه پکي کوم ماشوم و زیږید، نه کوم څاروي بچی راوړ او نه د کومې چرګې هګی بچی شواو نه کوم یوبل مرغه لکه کونتره یابل هر مرغه دلته ونه پالل شوه، بلکه تر ننه دا ځی خالي ډاګ او د خزلو ډیران دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx