
د انساني طبقاتو تر ټولو مظلومه طبقه ښځه ده
امین وردګ
ښځه عاجزه ده، ضعیفه ده او مظلومه ده.
ښځه په ټولو اقشارو او نژادونو کې محکومه ده، خو ځینو بیا پر دغې مهربانې طبقې ناجائزه فشارونه د افراط له حدودو هم اړولی او د حیواناتو په سترګه ورته ګوري.
هو ریښتیا! ښځه څوک ده؟
ښځه د یو سل څلرویشتو زرو پیغمبرانو، تر سل زرو د زیاتو صحابه کرامو، د لسګونو میلیونو شهداوو او د سلګونو میلیونه مجاهدینو او مبارزینو مور ده.
انسانیت ټول د مهر محبت پر مټو چلیږي او ښځه یې صندوق ده.
د ښځو ، اوبو او ګلونو خواص سره ورته دي.
د مهربانه او نرمو زړونو خاوندان زر ژاړي! چې د دغې طبقې ګراف په ښځو کې تر ټولو لوړ دی، خو افسوس چې موږ یې په قدر نه پوهیږو او د حیواناتو په توګه چلند ورسره کوو.
زموږ په ټولنه کې ځینې داسې جهال هم شته؛ چې په فخر سره به دا ډول خبره کوي: (د ښځې مې له ډاره زړه او ذره رانه چوي) خو دی نه دی پوه چې عقل یې له کوره کډه کړې او تش کدو پاتې شوی ، هغه هم خوسا! نو ځکه اوس داسې چټیات وایي.
خو زه بیا وایم چې: تر ټولو ظالم او جاهل کس همغه دی څوک چې خپله، یا هم د بل ښځه وېروي.
د ښځې وېرول او یا له ښځې سره زور آزمویل د نارینه کار نه دی.
هو! الله پاک رجال قوامون علی النساء یاد کړي دي، خو هغه یې رجال یاد کړي رجال! نه تش کدوان.
موږ باید د رجالو او کدوانو تر منځ فرق وکړو.
((من المؤمنین رجال…)) له مؤمنانو څخه رجال! دا د الله پاک خبره ده! یعنې ټول مؤمنان رجال نه دي! بلکې ځینې یې رجال یادیږي.
مګر موږ چې لر شو یا بر شو نو پر همدغې مظلومې طبقې ور برابر شو.
څوک یې ډاروي، څوک یې ډبوي، څوک یې ژړوي او څوک یې بیا مسلم حقوق ترېنه خوري، ځینې یې پر حیثیت، وقار، عزت او عصمت باندې تیري کوي.
ځینې بیا دومره پرې شرمیږي چې د پلار کورته یې هم له بل چا سره لیږي او چې ډاکټر ته یې ورولي او یا یې بازار ته بیایي هم یې د بل چا په لاس ورکوي.
همدا راز په کور او کلي کې هغه کارونه پرې کوي چې حق یې نه وي پرې، بلکې د یوې مردودې او محکومې مزدورې، یا وینځې په سترګه به ورته ګوري.
علم کول پرې شرم بولي او تجارت یې عار.
مشوره ورسره ناروا بولي او خبره منل یې جهالت.
که کومه ښځه له خپل مېړه څخه د ژوند په نورو پړاوونو کې وپوښتي نو تحقیروي یې او یا ورپورې خاندي.
نو ګرانو خویندو!
زما دې پر یوه الله قسم وي چې زه شخصاً له تاسو سخت شرمېږم! ځکه چې موږ نارینه یقیناً ستاسو پر وړاندې خجل او سرټيټي یو، زه خو تاسو ته قسم دی که نېغ کتلای شم! ځکه چې له حده زیات درته ملامت یو؛ مګر له تاسو دا یوه هیله کوم او هغه دا چې: موږ ټولو ته په یوه سترګه مه ګورئ! موږ ټول ناپوهان نه یو او نه ټول ظالمان یو.
په موږ کې هم داسې زړونه شته لکه ستاسو؛ چې زیاتره برخه یې مینې او عاطفو ته ځانګړې شوې ده.
خویندو! موږ ستاسو پټ دردونه احساسولای شو، خو څه وکړو؟زور مو نه رسیږي او مجبور یو.
نو ځکه مو وبښئ
دا ظلم له ښځو سره البته په هغو ځایو کی کیږی چیری چی د طالبانو حاکمیت وی، خلک یی اکثرآ پښتانه وی، جاهله وی او له سیواد او زده کړې لری پاتی وی. د ملایانو په کورونو کی خو په والله یوه پوه دانسته با سیواده ښځه په توربین هم پیدا کړې.
خبري مو پر ځاي دي اما پدهغه اوس کې کومو کسانو د ښځو د تعلیم او په تیره بیا د حقوقو آزادي خبري شروع دا کسان غواړي چي اسلامي امارت هم د جمهوریت په رنګ ورنګوي او د اسلامي امارت د ټولنیزو رسنیو ډیر مبارزین هم تر تاثیر لاندي راوستلي. د ښځو د تعلیم د نه شروع کیدو په اړه مهم ملاحظات په لاندي ډول دي ۱- د مصئون چاپیریال شرایط ندي برابر. ۲- د استادانو مشکل. ۳- د تعلیمی نصاب مشکل ۴- اقتصادي مشکلات، چي همدا اوس افعانستان د بندیزونو په وجه له ډیرو بدو اقتصادي مشکلاتو سره لاس… نور لوستل »