
د قطر امیر: د افغانستان انزوا عکسي نتایج ورکولای شي
نن ټکی اسیا ( یکشنبه، ۳ تله، ۱۴۰۱ل ): د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني د افغانستان په اړه په وروستیو څرګندونو کې ویلي چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان لپاره یوه مشترکه تګلاره جوړه کړي او ټینګار یې کړی چې د افغانستان انزوا کیدای شي عکسي نتایج ولري.
نوموړي دغه خبرې د جرمني د لومړي وزیر اولاف شولتڅ سره تر ناستې وروسته مطبوعاتو ته وکړې.
د قطر د امیر له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو اړخونو په افغانستان کې د ټول ولس تر منځ روغه جوړه اړینه وبلله، د بشري حقونو چې په هغو کې د ښځو حقوق او انجونو د تعلیم موضوع هم راځي، یې ټینګار وکړ.
د خبرپاڼې سره سم د قطر امیر وویل، نړۍ باید په مشترګه توګه د افغانستان راتلونکي لپاره یوه طرحه جوړه کړي، د افغانستان انزوا کیدای شي عکسي نتایج ولري.
باید وویل شي، ددې تر مخه هم قطر په مختلفو مناسباتو کې د نړیوالي ټولنې څخه غوښتي چې افغانستان انزوا کی وانه چوي بلکې د افغانستان د نوي حکومت سره مثبت تعامل ته ادامه ورکړي.
د قطر امیر د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د وینا پر مهال د امریکا او افغانستان اسلامي امارت تر منځ د دوحې تړون ته په اشاره وویل چې ټول اړخونه باید ددغه تړون ساتنه وکړي او د هغې پر اساس پرمختګ وکړي، او زیاته یې کړه چې د افغانستان انزوا کیدل د خطرې څخه خالي نه دی، کیدای شي عکسي نتایج ولري.
د افغانستان د اسلامي امارت انزوا د هيچا په ګټه نه ده چې ښه بېلګه يې شمالي کوریا ده. بايد نړیواله ټولنه د اسلامي امارت سره چ چې په ټول افغانستان حاکم او ولسى ملاتړ لري تعامل وکړي او په رسميت يې وپیژني. افغانستان اوسني اسلامي نظام ټول شموله او ټول اقوام په کي برخه لري. په دي برخه کې باید څوک مداخله ونه کړي. افغانان د حکومت په جوړښت او حکومتولۍ ښه پوهېږي. مننه