
شاباز شریف ملامت نده ..!
ډاکټر احرار
کله چي انګریزانو د برصغیر په تسخیر کې له فاحش شکست سره مخ شو د مجاهدینو څخه یې بلا ډیر تلفات ولیدل په لور ، بیلچه ، کلنګ ، اشیدلو اوبو او ګرمو ایرو د افغانانو ښځینه او نارینه و عالم الدین او عامو افغانانو له خپلي سیمې وشړل ..
زخمي او خواشیني انګریزان سره کښینستل د خپلو روڼ اندو یا تنک ټینکرو په زریعه یې د متبادلي لاري په لټه شو هغه وخت یې هند تر ولکې لاندي و د یو داسي هیواد په جوړښت یې کار وکړ چې نه یې جغرافیه خپله وي نه اولسونه د ډیورنډ په زریعه یې د وخت ملا او ملک ګل خان په زریعه زموږ د هیواد نیمه برخه بلوچ او پښتانه جلا کړل اونیم یې د هند پنجاب ورسره ضمیمه کړ او خپل یو سټیټ یې جوړ کړ نوم یې د پاکستان ورکړ او شعار یې ورکړ چې د پاکستان مطلب لا الله الا الله ده او د اسټیبلشمنټ په نوم یې غیر مرئي واکمنان ورته معلوم کړل چې تر ننه یې داسي قانون جوړ کړی چې مرکز یې لندن ده استخبارات یې داسي ورته تشکیل کړل چې اصلا مذهب ته عقیده نلري پخپل مرکز یې د خلګو د غولوني په پار لیکلي وي ( ایمان تقوی جهاد في سبیل الله) ولی چې داخل ته ورشي د یو مسلمان مجاهد څخه څرمن اړوي او بل داسي مجاهد روزي لکه ریبوټ چې د وخت استخبارات وغواړي د هر قوم او هر مذهب او عقیدی په وړاندي یې وجنګوي او د هر مذهب سمپل او نظامي ونګ لري.
پخپل هیواد کې په عامه فحاشي ته وده ورکوي او کریډیټ یې ترلاسه کوي.
په ګاونډ هند کې حملی ورباندی کوي مفت د تبلیغیانو په شکل نفوذی استخبارات ټولی نړۍ ته صادره وي او معلومات پر نور ابر قوتونو خرڅوي انګریزانو پدي کار سره واقعي مسلمان او غیرتمند قوم افغانان په وچه کې ښکیل کړل له یوه طرفه مجوسي ایران له بله پلوه د کمونزم پلویان دهریان جماهیر شوروي لبله اړخه ملا ګل خان غازي د ایمان او وجدان مجبور افغانان مجبور ول چې د ملا ګل خان غازي ته د بدی ورځي د تربره امتیاز ورکړي.
روسانو ته یې غاښونه سپین کړل او امریکا یې ورته وغپوله زموږ هیواد یې د اشغال په مخه ورکړ…
د رسول الله صلی الله علیه وسلم ریښتوني امت د خپلو بچو په قرباني کولو سره ۱۰ کاله له روسیی سره وجنګیدل پاکستان هیڅ اقتصادی منابع او تجارت ته ضرورت نه درلود زموږ د مهاجرو اوړه او غوړي یې راسره خوړل زموږ په کمبلو کې ویدیدل زموږ د جهاد لپاره ډالر او ریال یې لسمه برخه موږ ته نور دوي خپله وړل کله مجاهدین بریالي شول انګریزان او نواز شریف او ځای ناستي یې یې وارخطا شول چې ګټی مو له لاسه ووتي او سټیټ مو په خطر کې ده بیایې زموږ د مادیاتو تږي او د دوی روزلي مجاهد رهبران پخپلو کې وجنګول چې زموږ د تاریخ یو توره پاڼه ده دوی یی په جنګونو نړیوال کانفرنسونه جوړ کړل د کعبی طوافونه او قسمونه یې ترتیب کړل …
بیا الله تعالی د ( من یرتد منکم عن دینه فسوف …. ) مصداق یو اتل د ملا محمد عمر مجاهد په نوم پیداکړ چې د پنجاپ ټول روزلي یې تر کولاب تیر کړل یا یې فلټر کړل او نړۍ ته یې له عثماني خلافت نه وروسته د اسلامي نظام ژوندی بڼه پیش کړه . مجبورستان انګریز زوي ته بیا د زغملو نه و کله به یې د اسلام په نوم د خپلو روزل شویو او داخل شویو نفوذیانو په زریعه د چا په سر کې لاری جوړولی په چا به یې په زور دوه ځله لمونځ کاوو نوم به یې د طالب او اسلامي امارت ورکاوی بالاخره یې د مهاجرو عربو له شتون څخه په استفادی او نړۍ ته د اوخ په معرفي کولو د اسامه شهید له وجود نه ناوړه استفاده وکړه او زموږ اسلامي نظام یې ړنګ کړ د بمبارد طیاری له کوټی ، جیکب اباد او شمسي ایربیس نه پروازونه کول او موږ خپل اولادونه بیا هم د ملا ګل خان غازي تر کوره رسول چې اوس هلته د څلویښتو کالو دری ځلیز مهاجر میشت دي.
بریکړی څښتن کولی د ( ان تنصرالله ینصرکم ویثبت اقدامکم ) مصداق د امیرالمؤمنین مرحوم لښکر وتوانید چې د امریکا د ځواک او غرور په وړاندي وجنګیږي او د عصر ټیکنالوجي ماته کړي یوازی مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد و چې دغه تورمخی دښمن یې سم پیژندلی و او د ملا ګل خان په ځای یې د خپل وطن خټین کلي انتخاب کړو او د ژوند تر وروستۍ شیبی هم دلته پاتي شو متاسفانه زه او ته بیا هم د ملا ګل خان له کوره له لکونو شهیدانو وروسته راغلو د بریا جشن مو ولمانځی او د ښامار تړانګه مو په غلا تر ملا کړه چې ښامار خو ما وژلي ملا ګل خان غازي مې شاهد ده او په سوو ملایان او تجاران مو د پاکستان راوستل چا ایم پورونه واړول چا زري موټری چا وظیفی ولجه کړی …
نن چې هره ورځ د یو عالم جنازی ته اوږه ورکوو او هره ورځ د محراب او ممبر د شهادت شاهدان یو او بیا هم د خپل مؤسس رهبر تګلاره نه خپلوو سفیر یې په هر مجلس کي ګرځي او راګرځي د دیګ د مالګي او ترخو خوند هم دی ګوري نړۍ ته مو هم نماینده دی ده په ملګرو ملتونو کي مو هم استازی دی ده زموږ انار او انګور په بولدک او تورخم وراسته شي د ده ام او کیلی زموږ له کوره تر مسکوه رسیږي.
دا د څلویښتو کلونو روږدي په ارامه نه کښیني نن هم غواړي زموږ په سپیځلي نظام کې خپل نفوذ ولري او څلویښت کلنه من او سلوی ترلاسه کړي .
موږ یې لکه د ډم خره ګنګس کړي یو نن یې یو ځل بیا اتل او بوتل راڅخه ورک کړي دي حیران پاتي یو.
اخر ولی؟
ترکومه؟
دا یو بل ملا عمر غواړي چې پنجاب ته خپله قبله ور معلومه کړي او هند ته په ډاګه ووایي چې راشه خپل لر او بر پنجاب درخپل کړه زه به خپل وجود راټول کړم زموږ د لر او بر له ټوټو نه یوازی موږ بلکي ټوله اسلامي او کفري نړۍ په تکلیف ده.
د ثالث عمر په ریښتونو ملګرو ږغ کوم چې افسوس د ډرون او ۵۲ ډوله په وړاندي و توانیدی نن د شاباز د جواب نه یې.
د خپلو قربانیو پوښتنه وکړه اتل وپلټه ورک ده
هو اتل ورک ده.
ډاکټر احرار
وروره قلم مو تند اوسه , هره خبره مو واقعت او حقیقت دی .
ډاکټر احرار صاحب څيړنه د قدر وړ او په حقیقت ولاړه ده. غلام ستان، بي شرمستان، منافقستان، فحاشستان، نړیوال ترهګر ستان يعني دغه ناپاکستان خوله په اسلامي او ايمانى سوک سمول غواړي. ډير ژر به انشاالله دغه دوه مخه منافق ناپاکستان ډړې وړې شي انشاالله
دا ليكنه دير به زره بوري ده. خو سو ملاحظي زه لرم .. تاسي امارات سي شورا به كويته او به بيشاور او ميرانشاه كي جورلوه.. او بوهيدي جي دا خلك تاسي استعماليي او داسي جلند درسره كيي نو بيا له كرزي او اشرف غني سره به مذاكراتو نه كينستلي .. اورته ويل بم سي كه دا لكه افغانان مه وزنه راسه مذاكرات وكه اسلامي حكومت راوله او حكومت راسره نيمايي كه.. تاسي له امريكاناو سره به دوحه مذاكرات شروع كرل. او دا حكومت تاسي نده كتلي . تولي دنيا ته معلومه ده سي تاسي ته يي تسليم كري ..… نور لوستل »