ملګروملتونو خپل کارکونکي له لیبیا څخه ایستلي دي

په طرابلس کي دبرطانیی سفارت باندي دبرید په ردعمل کي دبرطانیی حکومت په برطانیه کي دلیبیا سفیر ته ۲۴ ساعته وخت ورکړي دي ترڅو له برطانیی څخه پښي سپکي کړي، له بله لوري دلیبیا حکومت په طرابلس کي پربهرنيو ډیپلوماټانو باندي دبرید په اړه ناخبري ښودلي ده، دلیبیا دحکومت ویاند موسی ابراهیم خبري رسنیو ته وویل مونږته مالومه نده چي دچاله لوری په سفارتونو باندی بریدونه شوی دي، خو دومره ویلی شم چي د معمر قذافی دوړوکي زوي سیف العرب له وژنی څخه وروسته په طرابلس کي ولس له سخت قهر اوغصي سرمخ ده، کیدای شی پربهرنیو سفارتونوباندي باندی دبرید وجه دڼاټو له لوری دسیف العرب دوژني عکس العمل وي.
له بله لوری دعسکري او سیاسي چارو شنونکي هم وایی چي پرسفارتونو باندی برید دناټو ځواکونوله لوري دقذافی دوړوکي زوي سیف العرب دوژنی ردالعمل په ګوته کوي، دقذافی اخیرني زوی سیف العرب دوی ورځي مخکي طرابلس کي باب العزیزیه ته څیرمه یوه وداني چي دقذافی دکورنی غړو ورپکي ژوند کاوه ووژل شو، وروسته دلیبیا دحکومت ویاند خبریالانو ته وویل چي دناټوهوایی ځواکونو دلیبیا ولسمشر معمر قذافي په نښه کړی وو، خو دناټو قواوو بیا وویل چي په نښه شوی وداني دلیبیا حکومت دمخالفینو په وړاندي دعملیاتو دترتیبولو لپاره استعمالوله،
له بله لوري دروسي په پارلمان کي دبهرنیو اړیکو مسئول قسطنطین کوساتشیف دروسیی وپارلمان دوینا پرمهال وویل دناټو ځواکونه مخامخ قذافي اودقذافي دکورني غړي په نښه کوي دنړیوالي امنیتي شورای له لوري چي ناتو ته په لیبیا کي دعملیاتو کوم حد ټاکل شوی دي دهغه حد څخه پښی اړوي دلیبیا دملکي وکړو په وژنه کي له احتیاط څخه کارنه اخلي، او داچي دوي وایی مونږ دقذافي او دنوموړي دکورني غړي نه په نښه کوو سراسر به ځایه او له حقیقت څخه لري خبره ده.
بخت الرحمن بخت…………….نن ټکی اسیا