ادبي لیکني

یی افغانستان کا جنډا هی!

لیکوال: عبد الرحیم

د ۱۴ اګست په رارسیدو سره د دې ورځې د لمانځلو لپاره د سکول ټولو زده کوونکو ځانګړې تیاري نیوله.

هرچا ځانته د پاکستانۍ جنډې (بیرغ) په رنګ کالي جوړول اولاسي جنډې یې رانیولې .

ملالۍ هم چې کله د خپلو ټولګيوالو په لاس کې سپین او شنه بیرغونه ولیدل ، په بیړه خپلې مورته راغله او ورته ویي ویل:مورجانې! زمونږ ټولو ټولګیوالو د چوده اګست(د اګست ۱۴ د پاکستان د ازادي ورځ) لپاره ښکلي جنډې او جامې اخیستې ، ماته به هم نوي کالي او د خپل هیواد جنډه اخلئ ؛ ځکه نن سر( ښوونکي) په کلاس کې زموږ ټولو کلاس والو ته وویل چې سبا به د یوم آزادي د لمانځلو لپاره هریو له نویو جامو او جنډو سره راځئ.

موریې ورته ویل : لور جانې ته جنډه اونوي جامې څه کوي ؟ چوده اګست خو د پاکستان د آزادي ورځ ده ، ستا ټولګیوال خو پاکستانیان دي ، هغوی د خپلې ازادۍ ورځې د لمانځلو لپاره نوي جامې اوجنډې اخلې ،ته يې څه کوي ؟ سبا مو هسي درسونه نشته، ته له سره سکول ته مه ورځه،له پلارسره دې په شربت پلورلو کې مرسته وکړه ، په هغه به سبا ډیر رش وي .

ملالۍ : نه مورجانې ! زه مي دخپل کلاس کپتانه یم ، سر(ښوونکی) تر ټولو زیات پرما ټینګار کاوه چې ته به حتما راځي ، زه خامخا ورځم خو زه به له ځان سره د خپل هیواد جنډه یوسم څه پروالري ، ولي زمونږ هیواد خپله جنډه نه لري ؟ ضروربه ماته زمونږ د هیواد جنډه اخلئ زه هغه له ځانه سره د یوم آزادي لپاره سکول ته وړم . هو خامخا به يې راته اخلئ په تیر اخترکې مو کالي هم نه وه راته کړي ،خودا به ضرور راته اخلئ!

مور چې یې د خپل هیواد جنډې ته د خپلې ایکې یوې نازولې لور ټینګار ولید مجبوره شوه په خپل لاس یې ورته له تور سره اوزرغون ټوکرانو څخه یوه ښکلې لاسې جنډه جوړه کړه، افغاني جامې یې ورته تیارې او سهاریې په ټاکلي وخت سکول ته ولیږله. سکول ته په ورننوتلو سره ټول زده کوونکي په لاینونوکې کتار ولاړ ول، ملالۍ هم سیده ورغله اود خپل ټولګي د لیکې په سرکې ودریده ، ټولګي وال او ښوونکي یې د ملالۍ د نابلده جنډې اوجامو په لیدو هیښ شول، ټول ورباندې راتاوشول او له دې څخه یې د جنډې په اړه پوښتنې شروع کړي … ملالي یی کیاهی؟

ملالۍ د هغوي په پوښتنو هيځ ځان نه پوهاوه ، بالآخره دسکول مشر( سر) ترې د هغې د جنډې په اړه وپوښتل: ملالي دا دې څه راوړي؟ ملالۍ په ډیر غرور ورته وویل … یی هماری ملک افغانستان کا جنډه هی.

لیږ وروسته د سکول په منځ کې د لوی لګیدلي ټلویزون پر سکرین د پاکستان ملي ټلویزون لخوا د پاکستان د قومي ترانې غږول پیل شول:

پاک سرزمین شاد باد … کشورحسین شاد باد… تو نشان عزم عالي شان … ارض پاکستان!

او له دې سره سم ټولو زده کوونکو په خپلو لاسونوکې نیولې جنډې اوچتي او زنده باد پاکستان نارې یې پیل کړې.

ملالۍ ته دا مهال د خپلې جلا وطنۍ احساس وشو او په خپل کم عمر په دې وپوهیدله چې کومه جنډه چې دې په لاس کې نیولې هغه دلته په پردې وطن کې نشي اوچتولای ، هماغه وه چې په مات زړه يي دخپل هیواد ښکلې جنډه د پورته کولو پرځای په خپل زړه پوري ټینګه ونیوله او بي اختیاره د محرومیت سلګیو واخیسته …

په سکول کې د پاکستان د یوم آزادي په مناسبت تر تیب شوی پروګرام پایته ورسیدو … د ملالۍ د نورو ټولګیوالو میندې اوپلرونوهم په پروګرام کې ګډون کړی وه ، خو د ملالۍ پلار د سکول په مخ کې د شربت اخیستونکو په رش کې داسې مصروف وه چې دخپلې نازولې لور افغاني جنډې او ښکلیو جامو ته يي هم پام نشو …

ملالۍ په ډیرخپه زړه کورته راغله موریې هماغه لحظه دګاونډیانو له کالیو منځلو فارغه شوې وه .

له مورنه یې په معصومانه لهجه وپوښتل … مورجانې زمونږ د هیواد چوده اګست (دآزادي ورځ) به کله وي ؟ زه به مي دغه جنډه او جامي په هغه ورځ راسره وړم ؛ځکه نن دلته ټولو ورته بد بد کتل…

موریې د خپلې نازولې لوري د تسلې لپاره هیڅ ځواب نه درلود ، په سترګو کې د غربت اوجلاوطنۍ اوښکې ډنډ شوي ، لوريي په یوې اوبلې خوا ښکل کړه ورته ویې ویل . لورجانې ! زمونږ هیواد د آزادي خپلې ورځې لري ، خو پرچا پاللې نه دي . د زمري اته ویشتمه او د سلواغې شپږ ویشتمه هغه تاریخې ورځې دي چې افغاني غازیانو په دغو ورځوکې دوې نړیوالې امپراطوري راپرزولې او خپله آزادي یې ترې خیستي، خونن یې ناخلفه زامنو بیرته خپل آزاد هیواد پر هماغو پرزول شویو غلیمانو پلورلی او زمونږ په څیر یې ډیر هیواد وال داسې دغربت او مهاجرت ستونزو ګاللو ته اړ کړي یو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x