نړۍ

د اسلامي نړۍ ستر دیني عالم شیخ یوسف القرضاوي وفات شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴ تله، ۱۴۰۱ل ): د اسلامي نړۍ ستر دیني عالم شیخ یوسف القرضاوي د ۹۶ کالو په عمر له دې نړۍ وکوچید.

شیخ یوسف القرضاوي د اسلامي نړۍ د سترو دیني علماو څخه شمیرل کیدی، اصل هیواد یې مصر خو اوس په قطر کې میشت او د قطر تابعیت یې درلود.

د شیخ یوسف القرضاوي پر ټویټر پاڼه نن خبر ورکړل شو چې نوموړی وفات شو، چا چي خپل ژوند د اسلامي احکامو په بیانولو تیر کړ او همداسي يې د امت څخه تل دفاع وکړه. او زیاته کړې چې د نوموړي د دفن او فاتحې مراسمو د وخت اعلان به وروسته وشي.

د افغانستان اسلامي امارت قاضي القضات شیخ مولوي عبدالحکیم حقاني پر خپل ټویټر پاڼه تسلیت نشر کړی او ویلي دي: انا لله وانا الیه راجعون
د نړۍ منل سوی عالم، شیخ یوسف قرضاوي،. د دې نړۍ څخه سترګي پټي کړې، الله پاک دې نوموړي ته مغفرت وکړي، او کورنۍ ته یې صبر جمیل غواړو. دیني خدمات یی د ستایلو وړ دي.

په کال ۲۰۰۸ شیخ قرضاوي د نړۍ د ۲۰ مهمو ترینو مفکرینو په لست کې دریم کس راغلی وو.

نوموړی ۱۷۰ کتابونه تألیف کړي او د اتحاد علماء المسلمین مشرتوب یی هم ډیر وخت په غاړه درلود او ورته مهال یی د نړۍ په سترو کانفرانسونو کې د یوه دیني عالم او اسلامي مفکر په حیث ګډون کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx