نړۍ

پاکستان پوځ؛ د چورلکي نسکورېدو په پېښه کې سپاره ټول پوځیان وژل شوي

نن ټکی اسیا ( دوشنبه، ۴ تله، ۱۴۰۱ل ): د پاکستان هیواد بلوچستان ایالت کې د دې هیواد یوه پوځي چورلکه نسکوره شوې او له امله یې د ۲ تنو پیلوټانو په ګډون ۶ تنه پوځیان وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګي ” ای اېس پي ار” په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یاده چورلکه تېره شپه د بلوچستان هرنایي ته نږدې خوست سیمه کې نسکوره شوه.

د پاکستان پوځ زیاتوي چې دا چورلکه د یوه پوځي ماموریت په مهال نسکوره شوې او ټوله سپرلۍ یې د نسکورېدو له امله وژل شوې.

د یادوني ده چې تر دې مهاله د دې هیواد پوځ د چورلکي د نسکوېدا د علت په اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx