نظــر

د مجاهدینو حقوق او پالنه!

م. احمد تمیم
د تېر شل کلن انقلاب په جریان کې د اشغال په وړاندې زمونږ ځوان قشر د ځان، مال او عیال له وړاندې کولو سره خپلې موهوبي وړتیاوې او استعدادونه هم د دې سپیڅلې مبارزې نذرانه کړې وې، دوی پرته له دې چې له عصري علومو، ټیکنالوژی او ساینس سره یې هیڅ راز تړاو او بلدتیا نه درلوده خو بیا یې هم د پرمختللیو هوایي او ځمکني وسائلو او زغره وال وسائطو، استخباراتي او جاسوسي آلاتو، او د معاصرې نظامي ټیکنالوژی لپاره انټي/ضد دفاعي تکتیکونه نوښت کړل او په خپلو خلاقیتونو سره یې د پیاوړیو فطري استعدادونو، ظرفیتونو او ځیرکو وړتیاوو ثبوت وړاندې کړ.

له فتحې وروسته چې کله مجاهدین په خپلو اړوندو ارګانونو او قرارګاوو کې ځای پر ځای شول او د هر مجاهد رسمي وظیفه، پیره، چارې او د مسئولیت وخت تر ډېره بریده مشخص شوو او له اضطرابي حالت څخه بهر شو، اوس هر مشر او امیر مسئولیت لري چې د هغه مجاهد روزنه او تربیت د داسې وفادارۍ او ژمنتیا له مخې ترسره کړي لکه مجاهدینو چې تېر شل کاله دوی ته امتحان ورکړ، او دغه روحاني زامن او مجاهدین وروڼه داسې حق ورباندې لري لکه خپل صُلبي اولاد او خپلوان چې یې ورباندې لري.

لله الحمد د اسلامي امارت رهبري که څه هم په لویه کچه د مجاهدینو د شرعي، عقیدوي او فقهي تعلیم او تربیې لپاره ځانګړی نصاب، شرعي دورې او روزنیز سیمینارونه لري خو په عصري زده کړو، تخنیک، انجنیرنګ،کمپوټر ساینس، د ټکنالوژی له کشفي او دفاعي سیستم، مخابراتي نظام او د دولت په کچه له لوړو اداري او مسلکي کارونو سره علاقه نلري چې له امله یې زمونږ د ډیرو کدرونو استعدادونه او وړتیاوې د پیرو او ګزمو قرباني شوي او له یو راز انحصاري حالت سره مخ دي خو مجاهد د خپل امیر د اطاعت له مخې هر څه په ځان تیروي، د عصري علومو او د ټیکنالوژی له نړۍ سره د نه پیژندګلوي له امله هغه دولتي او نظامي اسرار، رمزونه، د مشرانو رازونه او امانتې اړیکې، مخفي پیغامونه او لیکونه د مخلصینو د غیر مسلکیتوب له امله د نویو کسانو په لاسونو کې وي چې یو ډول غیر مصؤنې او د اعتماد وړ صندوقونو کې نه وي. د همدې ستونزو له امله د پخواني مخلصو مجاهدینو او مسئولینو تر منځ اړیکې پیکه کیږي د مایوسي او احساس کمتري فضا را مینځته کیږي او د خپلو ملګرو په منځ کې واټنونه ایجادیږي.

اسلامي نظام باید د مجاهدینو د ظرفیت لوړونې او مسلک جوړونې لپاره شته فرصتونه استفاده کړي، له عصري معیارونو سره سم د دوی د روزنې لپاره اوږد او لنډ مهال پلانونه مطرح کړي، د رسمي دورو او درسو تر څنګ باید هر مسئول اقلاً خپل ملګري د ځاني مصارفو له لارې شخصي کورسونه ته داخل کړي تر څو له نړیوالو ژبو، اړیکو او د پرمختګونو له رازونو سره اشنا شي، د عروج دغه سفر به نه یواځې مونږ د بسیاینې او انسجام په لور رهي کړي بلکې د الله جل جلاله په نصرت به مونږ په هره برخه کې د سیالانو سر شو.

ان شاء الله العزیز

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx