ټولنیزه برخه

د فکري جګړې په وړاندې مسئولیتونه!

م. احمد تمیم
د ګلوبل ویلیج او د پرمختللې ټیکنالوژی په پېر کې د ټولې نړۍ د مذاهبو، افکارو،کلتوراتو او عنعناتو د تحمیل او سلطې فکري تکیتکونه د هر وخت په پرتله تېز شوي، معاصرو مادي او ټیکنالوژوي پرمختګونو هغه بندونه مات کړي چې د یوې جغرافیې وګړي به په عقیدوي، فکري او کلتوري برخه کې له اغیارو څخه محفوظ وو، خو اوس نړۍ د کلي په څېر خریطه لري که څه هم په فزیکي توګه کرښې او حدود زیات شوي خو د اغېز په برخه کې تر هر وخت زیات له یو بل سره نږدې شوې.

د فکري جګړې په دې خطرناکه لوبه کې د نبي علیه السلام هغه وړاندوینه چې داسې وخت به راشي چې سړی به سهار مسلمان وي ماښام ته به کافر وي ماښام به مسلمان وي او سهار ته به کافر وي په اوسني شرائطو کې یې مصداقین تر هر وخت زیات لیدل کیږي، له فکري او اخلاقي فساد څخه د اسلامي ټولنې د ساتلو په پار د حضرت عمر رضی الله عنه نهایي احتیاط د دې فکري مسمومې جګړې ګواښونه لا ښه روښانه کوي چې ویې فرمایل: زمونږ او د کفارو تر منځ باید دومره فزیکي واټن شتون ولري چې د یوه بل د شپې اورونه ونه وینو تر څو زمونږ مسلمانان له دوی سره د اختلاط له امله د فکري او اخلاقي فسادونو په دام کې رانشي.

فکري جګړه خورا ستر ډګرونه او سنګرونه، لومې او پیچومې، بیلا بیل بخشونه، لارې او خطرناکه پایلې لري چې د تاریخ په اوږدو کې سترې امپراطوری د دې مسمومې جګړې له لارې په ګونډو شوي فکري جګړمارانو ډیری ملتونه له کومې نظامي جګړې پرته خپلو فرمایشونو ته لاس په سینه تابع کړي، په ټوله کې اسلامي نړۍ او په ځانګړې توګه هغه جغرافیې چې د لویدیځوالو تر نظامي فشار لاندې وې هلته په فکري برخه کې ډیر زیات مسموم مواد شیندل شوي آن تر دې که یې له یوې خوا د ډالرو په زور له همدې افغاني ټولنې څخه د خپلو خلګو په وړاندې لښکري تیارې کړلې له بلې خوا یې ځوانان د کمیونزم، سیکولرزم او د الحاد تر سرحده ورسول او له هغه کرایه شویو کسانو څخه یې د مسلمانې ټولنې د ګمراهۍ لپاره د تبلیغاتي ماشینانو په توګه استفاده کړې.

زمونږ مسئولیتونه:
د فکري جګړې په وړاندې اوسني شرائط د نفیر عام دي، په مونږ د خپلو دیني او معنوي مقدساتو، ملي،کلتوري او ټولنیزو ارزښتونو ساتنې واجبي صورت موندلی، هر مکلف کس باید له خپله ادرسه مبارزه ترسره کړي، حاکم امیر باید خپل اولس، محراب او منبر مو خپل مقتدیان، استادان او پوهان خپل شاګردان، مشران مو کشران، او هر مافوق د خپل ماتحت د اصلاح او تربیت هڅه وکړي او د الا کلکم راع وکلکم مسئول عن رعیته عملي نمونه وړاندې کړي، د مسلمانانو امیر او حاکم نظام په دې برخه کې تر هر چا ښه رول لوبولای شي، د فکري جګړې په وړاندې نظام باید رسمي اداره، منظم تشکیلات، فکري استادان، د پوهنځیو او مدارسو په نصاب کې د فکري سمون د مضامینو اندراج، د معنویاتو په ارزښتونو بحثونه، له دین او اسلامي خاورې څخه د دفاع انګېزه، د اشغال په وړاندې د افغانانو ویاړمن تاریخ، د پردي کلتور او فرهنګ په وړاندې مبارزه او خپلو عنعناتو ته د ژمنتیا درسونه، همداراز د عصري او دیني علومو تر منځ هماهنګي پيدا کول او د ځوان نسل په داسې توګه روزل چې نظام، خاوره او راتلونکی مو په دیني، نظامي، سیاسي، اقتصادي او اجتماعي برخه کې بډایه او د اسلامي نړۍ لپاره تقلید وړ وګرځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

که په رښتیا غواړي چې يو سوچه اسلامى نظام او اسلامى ټولونه زمونږ په ګران هیواد افغانستان کې جوړ او جوړه شى نو اول باید ژر تر ژره د پوهنې دروازې په ولس که ښځينه وي او که نارينه پرانستل شي. د علم او پوهې پرته دغه پاس دواړه اسلامي نظام او اسلامي ټولنه جوړول ناممکن دي. بل دا چې تعلیم په ښځو او نارينه فرض دئ مباح نه دئ لکه چي ځنې اشخاص ورته مباح وايي. هيله ده چې چي ژر تر ژره اسلامي امارت لوړپوړى چارواکي په يوه خوله او اتحاد د ښځو پر وړاندې مکتبونه خلاص او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx