نړۍ

پاکستان کې يو ځل بيا ډينګي ناروغي په پراخه کچه خپره شوې

نن ټکی آسیا ( سه شنبه، ۵ تله، ۱۴۰۱ل ): یاده ناروغۍ چې د غوماشو د چیچلو له امله خلګ نیسي، د دې هیواد روغتیاپالان وایي چې په دې وروستیو کې د خیبر پښتونخوا او په ځینو نورو سیمو کې په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

د خیبر پښتونخوا د عامي روغتیا اداره وایي چې په یاد ایالت کې تر دې مهاله له ۶۰۰۰ زیات کسان په دې ناروغۍ اخته شوي او تر اوسه یې له امله ۷ تنه وژل شوي.

د ډاکټرانو په وینا د ډینګي ناروغۍ عمده نښي: تېزه تبه، د ملا درد، د زړه بدوالی او د ویني ټیټ فشار ښودل شوی.

د دې ترڅنګ د یادي ناروغۍ تر ټولو خطرناک ډول د ناروغانو له پوزي او ادرار کې وینه راتلل دي چې تر ډېره د مړیني سیب کیږي.

د یادوني ده چې د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره تر دې مهاله واکسین نشته او ډاکټران وایي چې له دې ناروغۍ څخه د ځان ساتني په موخه احتیاط مهم دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx