نظــر

اوس چې کلي ته اوبه راغلې، درس او ښوونځي ته وخت لرو

نصیر احمد نظري

اجریم‌ها د هرات ولایت په کشک‌رباط سنګي ولسوالۍ کې د ترکمنستان پولې ته نږدې یوه ډېره وروسته پاتې او بېوزله سیمه ده. دغه سیمه د هرات ښار په ۱۵۰ کلیومترۍ کې شمال لور ته واقع ده. د سیمې خلک یې په کرونده او مالدارۍ په ډېر ابتدايي ډول ژوند تېروي.

د اجریم‌ها اوسیدونکو په تېرو۷۰کلنو کې له هغه وخت څخه چی دوی په دغه سیمه کې میشت شوي، په خپلو کلیو کې د څښاک اوبه نه درلودې. دلته سطحي اوبه هېڅ نشته او څاه‌ګانې تر ۱۱۰ مترو پورې هم اوبه نه ورکوي؛ که کوم ځای کې اوبه پیدا شي، هغه هم ترخې او د څښاک وړ نه وي. د اجریم‌ها اوسیدونکو کلونه په اوښانو او خرو باندې له یوه ۲۲ کیلو متره لېرې سیند څخه ، چې د تګاو په نامه له یوې سیمې تېر شوی، اوبه راوړې. هره کورنۍ اړ وه چې یو کس یوازې او یوازې د اوبو راوړلو لپاره وټاکي ترڅو سهار وختي په اوبو پسې لاړ شي او تر ماسپښین یا مازدیګر پورې کورته بېرته را وګرځي. په پسرلي او اوړي کې یې له سیند څخه اوبه وړلې او د ژمي پرمهال یې د اورښت اوبه ټولولې او له هماغه اوبو یې استفاده کوله.

د اجریم ها سیمی اروند د محمد کریم بیگ کلي مشر، ملا محمد خان، خپله کېسه داسې کوي: «زما د عمر په ۴۰ کلونو کې، موږ به د څښاک لپاره له تګاو رود څخه اوبه راوړې؛ سهار وختي به په اوبو پسې تلو او ماسپښین یا مازدیګر مهال به بېرته کلي ته رسېدو». نوموړی وايي چې هرې کورنۍ باید په کور کې یو تن د اوبو راوړلو لپاره درلودی. د هغه په خبره: «توریالی کس به هغه و، چې زوی یې دومره شوی وای چې له سیند څخه په اوښ یا خره اوبه راوړی شي».

د اجریم‌ها سیمې اړوند د چاه‌تلخ کلي یو بل تن اوسیدونکی عبدالستار وايي: «موږ مخکې اوبه نه درلودې، په خرو باندې به مو له تګاو څخه اوبه راوړې. سهار به تلو، مازدیګر به راتلو. کله کله به زموږ کسان په لارو کې له ستونزو سره مخ کېدل؛ بیا به په هغوی پسې ورتلو».

اجریم‌ها سیمې ته د څښاک د اوبو د برابرولو پروژه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ‌الصحې ریاست د یونیسېف ادارې په مرسته په ۲۰۲۰ کال کې طرح او پیل کړه. په دوو کلونو کې د اوبو رسولو ریاست او یونیسېف ادارې وکولی شول چې اجریم‌ها سیمې ته د تګاو په نامه سیمې د سیند څخه، چې له اجریم‌ها کلیو څخه ۲۵ کلیومتره واټن لري، د لمریزې شبکې پر مټ په پایپونو کې اوبه بوځي. د سیند اوبه لومړی د (۱۰۲) سولري تختو د انرژۍ پرمټ د یوې لوړې غونډۍ پر سر جوړې شوې کانکریټي ذخیرې ته پورته کېږي، بیا له هغې ذخیرې څخه د شاوخوا ۲۵ کلیومتره اوږده پایپ په مرسته تر اجریم‌ها کلیو پورې رسول کېږي. بلاخره په محمد کریم‌بیک، چاه‌تلخ، اجریم‌علیا، اجریم وسطی او اجریم‌سفلی کلیو کې د هرو ۱۰ تر ۱۵ کورنیو لپاره د اوبو یو نل‌بندان (شیردهن) جوړ شوی. په دغه مُهمه پروژه باندې ۲۴ مېلیونه افغانۍ لګښت وشو او په بشپړېدو سره یې د پورته ذکر شویو کلیو د شاوخوا ۳۰۰۰ کورنیو لپاره د څښاک اوبه برابرې شوې.

دغه پروژه په دې وروستیو کې د افغانستان د اسلامي امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د یوه لوړ رتبه پلاوي لخوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

اوس ددغه کلي اوسیدونکي تر پخوا ډېر هوسا ژوند لري او د افغانستان د اسلامي امارت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او همدارنګه یونیسېف ادارې څخه مننه کوي چې د دوی لپاره یې په کلیو کې د څښاک اوبه برابرې کړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx