نظــر

د دیني مراکزو تعلیمي نصاب

لیکنه: طیب احمد حمیدي

د دیني زدکړو نصابونه د هرې زمانې د ضرورتونو او اجتماعي شرائطو او د مسلمانانو و موجوده وضعیت سره سم عیاریږي/جوړیږي.

د زمانې له تحولاتو، اوښتونونو سره سم د یادو زدکړو نصابونه هم تغیریږي.

دا د انبیاء کرامو سنت هم ده، د هرې زمانې پیغمبر ته بېل بېل منهج او قانون رالېږل شوی، چې په اصولو کې سره متحد ول.

کنه نو د ادم (ع) په صحیفو به تر قیامته انسانان مکلف ول، او جلاجلا کتابونو او صحیفو ته به هیڅ ضرورت نه وو.

د هرې زمانې اهل او وګړي بېلي غوښتنې او بېل طبېعتونه لري، خکه نو حکیم او علیم ذات دا کار نه دی کړی.

ایا په اوسنۍ زمانه کې به ډېره عجیبه نه وی چې اسلامي نړۍ راڅخه د کمونیزم، الحاد، مادیت، ډیموکراسۍ، لیبرالیزم، نیشنلیزم بلا په خوله کې نیولي وي؟

خو مونږ اوس هم پخپل دیني تعلیمي نصاب کې د زرو کلونو پخوانیو کلامي او فلسفي فِرَقُو معلومات تدریسوو.

ایا زمونږ په کوم دیني مرکز کې د معاصر کفر د انواعو او اشکالو په اړه معلومات تدریسیږي؟

ایا مونږ پرون د کمونیزم او نن د سیکولریزم د نظریاتو مخنیوی وکولای شو؟

که مو نه وي کړی نو راځئ یاد نصاب ته سوچه اسلامي او شرعي مضامین، د اسلامي امت له اړتیاوو او مشکلاتو سره سم مضامین ور اضافه کړو.

کومو مضامینو ته چې اسلامي امت شدید ضرورت لري لکه سیرت، اسلامي تاریخ، اجتماعي علوم او … چې زمونږ اوسني نصابونه پوره ترې محروم دي ور اضافه کړو.

تر څو د نن ورځې د مدرسې طالب د نن او سبا ورځې د فکري، سیاسي، اجتماعي چیلنجونو مقابله وکړای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx